IQNA

پاکستانی سناتور وویل:

د سیاستوالو لپاره غوره نمونه امام رضا علیه السلام دی

15:21 - July 27, 2018
د خبر لمبر: 3481357
نړیواله ډله: سید تاج حیدر د پاکستان لویې جرګې سناتور د حضرت فاطمه معصومه سلامه الله علیها او د حضرت امام رضا علیه السلام د زوکړې ورځو(کرامت لسېزه) باندې په یو جشن کښې چې د کراچۍ ښار په ایران کلتوری سازمان کښې پیل شو امام رضا علیه السلام د سیاستوالو لپاره غوره نمونه وټاکلو.

د ایکنا راپورله مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان ویبپاڼې نه په نقل، دا مراسم چې د ایران کلتوری سازمان له اړخه په کراچۍ کښې د آیت الله خامنه ای استازی دفتر مشر حجت الاسلام سلیمانی په شتون کښې پیل شو په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان دفتر کارکوونکو، د پاکستان عالم سید رضي جعفر نقوی، د پاکستان د لویې جرګې سناتور سید تاج حیدر زیدی او یو شمېر نورو عالمانو، طالبانو او د کراچۍ ښار شتمنو او چارواکو په شتون سره پيل شو.
د مراسمو په پروګرامونو کښې لومړې د قرآن تلاوت، منقبت، تقریرونه، د حضرت امام رضا علیه السلام او د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها په مدح کښې دوه فلم، او د فرحت حسین او کوثر نقوی له اړخه شعرونه وړاندې شول.
په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد رضا باقری په خپل تقریر کښې د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها او د حضرت امام رضا علیه السلام د برکاتو او فیوضاتو ته اشاره وکړه او د هغوي د ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د ایران خلکو لپاره برکات یی بیان کړل.
هغه وویل: د قم مقدس ښار د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها له برکته اوس هم د ناب محمد اسلامی علمونو یوه چینه ده چې د حقیقت تږې ترې سیرابېږي.
د سلسلة الذهب حدیث
د پاکستان وتلې سیاستوال او د تجربی علمونو پوهاند سید تاج حیدر خپل تقریر کښې څرګنده کړه: د سلسلة الذهب حدیث له امام رضا علیه السلام نه د ډېرو مسلمانانو لپاره په نیشاپور ښار کښې د ولوستلې شو، په حقیقت کښې د غدیر د حدیث تکمیله ده، یعنې د اسلام دین له توحید شورو او د ائمه اهلبیت علیهم السلام په ولایت تکمیل کېږي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې د امام رضا علیه السلام وجود د ټولو مسلمانانو لپاره او په تېره سیاستوالو لپاره او حاکمان لپاره غوره نمونه وټاکلو.
د پاکستان له مشهورو عالمانو حجت الاسلام سید رضی جعفر نقوي د اخیرې تقریر کوونکې په توګه وویل: په تاریخ کښې دوه عجیبه پېښې په دوه میاشتو کښې ترسره شوې. د اسلام په لومړۍ پېړۍ کښې دوه ستر شخصیتونه یعنې امام حسین علیه السلام او حضرت زینب سلام الله علیها د شعبان په میاشته کښې دې دنیا ته راغلې وو او دواړه د اسلامی لوي پاڅون عاشورا بنسټیز وګرځېدل او د اسلام په دویمه پېړۍ کښې حضرت امام رضا علیه السلام او حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها د ذیقعده میاشته کښې دنیا ته راغلل او خپل معنوي کردار او عمل سره یی د ایران په ځمکه د عاشورا انقلاب ته دوام ورکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3732663
captcha