IQNA

یو هندي چارواکې اعلان وکړو:

د حج په اجرایی چارو کښې اسرائیلي شرکتونه شتون لري

9:21 - July 30, 2018
د خبر لمبر: 3481367
نړیواله ډله: د هند مسلمانانو حقوقو ټولنې مشر خپلو خبرو کښې وویل: دې کال هم سعودی عرب د حج ځنې چارې اسرائیلی شرکتونو ته سپارلې دي.

د ایکنا راپور له مخې، مولانا ولی رحمانی دا مطلب د دهلی نو- هند اسلامی کلتوی په مرکز کښې وړاندې کړو او د خبریالو په ځواب کښې یی وویل: د هغه اسرائیلی شرکت نوم اخیستلو او تفصیلات یی بیان کولو نه معذور یم  خو ولی اطمینان لرم چې خبر باوری دی.
په هند کښې د ایران کلتوری سازمان وایئ چې د هند دې چارواکې په ادامه کې وویل: د رژیم صهیونیست سره همکاري یو ستره غلطی ده؛ ځکه چې دا رژیم د فلسطین د بي ګناه سلګونو ښځو او ماشومانو قاتل دی او حکومت یی هم غیر قانونی دی.
هغه د حج لپاره د هند نه عربستان ته د الوتکو خرڅ زیاتولو په اړه هم وویل: په دې اړه د هند حکومت سره سره سعودی عرب هم باید ځواب ورکړي او د کوربه هیواد رول نه په دې اړه سترګې نشو پټولې.
مولانا ولی رحمان تاکید وکړو: سعودی ایرلاین وې که ایر انډیا دواړه شرکتونه د یو بل په مقابله کښې دی او د دواړه هیوادونه د الله د کور زائرانو ته ضروري او کافي امکانات نه ورکوي او تراوسه یو هندي مسلمان د حج لپاره تقریباْ ۳۰ نه تر ۴۰ زره روپۍ اضافي خرڅ ورکوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3734122
captcha