IQNA

عراق ته د ډالرو قاچاق لپاره د قرآن کریم نه ناړره استفاده

19:49 - July 30, 2018
د خبر لمبر: 3481369
نړیواله ډله: د عراق کردستان امنیتي سرچینو د زرګونو ډالرو چې په قرآن کریم کښې یی ورته ځای جوړ کړې وو د سلیمانیه سېمي په هوایی ډګر کښې نیولو خبر ورکړي او اعلان یی کړي: دا ډالر د سعودی عرب له اړخه د دغه سیمې د سلفي ډلو لپاره را لېږلي شوي وو.

د ایکنا راپور له مخې، د براثا خبرونو نه په نقل، یوې امنیتي سرچینې د دې په اړه تفصیلات وویل: د عراق سلیمانیه سیمې په هوایی ډګر باندې د آسایش(امنیتي سازمان) له اړخه د معمول پلټنې په عملیاتو کښې په یوې پوست کښې زیات ډالر چې د سعودی عرب له اړخه یو سلفي تهع راستولي شوي وو نیولې دي.
په دې پوست کښې یو شمېر زیات ډالر چې د قرآن کریم په جلد کښې ځای شوي وو نیولې شوي دي.
د دې راپور له مخې، دا ډالر د جده هوايی ډګر نه ملا عداللطیف چې د الجنه جومات امام او په کردستان کښې د سلفیانو مشر دی لپاره را لېږلي شوې وو.
دا لومړۍ ځل نه دی چې سعودی عرب له دې طریقې نه استفاده کړي وی، بلکې له دې نه مخکې یی هم د قرآن کریم په جلدونو کښې چې د سلیمانیه هوایی ډګر باندې رالیږلې شوي وو د امنیتي ځواکونو له اړخه په دې خیال سره چې قرآن کریم دی دقیق نه وو پلټلي او دا احتمال یی نه وو ورکړي چې سعودی عرب به له دې لارې د افراطی دلو سره مرسته کوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3734456
captcha