د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانی د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وایي د داعش ښځېنه غړې د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې نیول شوي.
خاشي زیاته کړه، چې نیول شوي ښځې د بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو اوسېدونکې دي.
هغه وویل، چې دغه ښځې هغه مهال نیول شوي کله چې غوښتل یې له درزاب ولسوالی څخه شیبرغان ښار ته سفر وکړي.
نوموړی دا هم وویل، چې نیول شوي ښځې په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې د داعش ترهه ګرې ډلې د خراسان څانګې غړې دي.
د داعش تکفيري ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
دا په داسې حال کښې ده چې د داعش تکفيري ډلې د خراسان څانګې شاوخوا ۲۰۰ ترهه ګر په درزاب ولسوالي کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
خو له بلې خوا د طالب ډلې وياند وويل چې په داسې حال کښې طالب ځواکونو داعشي ترهه ګر محاصره کړي وو چې هيلي کاپټرونه راغلل او دغه داعشيان يې امن ځايونو ته بوتلل او بيا وروسته يې اعلان وکړ چې دولتي ځواکونو ته تسليم شول.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75314