IQNA

له جنایتکارصهونیسټی رژیم سره په چلند کې دملګروملتو دضدونقیض رفتارونو نتیجې

18:58 - August 06, 2018
د خبر لمبر: 3481392
نړیواله ډله: د صهونیسټ رژیم په انسانی صد اقداماتو دملګروملتو داعتراضونو د زیاتیدو ښودنه کوی . په دې زمینې کې دملګروملتو دانسانی چارو غږملونکی دفتر (اوچا) داردن سین په لودیځی غاړې کې دفلسطینیانو دډله ایزې کلابندۍ په سبب نیوکې وکړې .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ پښتو ویبپاڼې نه په نقل، دغې ادارې دجمعې ورځې پخپل اونیز راپورکې په تیرو اونیو کې دصهونیست رژیم له خوا داردن سین په لودیځی غاړې کې دفلسطینیانو ډله ایزه کلابندی رټلې او دغه اقدام ئې دنړیوالو قوانینو خلاف روزی بللې ده .
د فلسطینو کډوالو لپاره دملګروملتو مرستندویه ادارې (آنروا) هم دصهونیسټ رژ یم له خوا دغزې تړانګې دکلابندۍ په دوام نیوکې کړی دی .
صهونیسټ رژیم همداراز له ۲۰۰۷کال څخه دغزې تړانګې کلابندی سخته کړې او ددرملو ،سونګو او د ودانیو دمصالو پښمول داساسی شیانو دواریدیدا مخه ئې نیولې ده .
د صهونیسټ رژیم په ضد دملګرولمتو دبیلابیلو اورګانونو غبرګونونه دفلسطنیانو په ضد داسرائیلو دجنایتونو دژوروالی ښودنه کوی . ملګروملتو دپریکړه لیکونو باندې په سترګو پټولو او دغه راز دنړیوالو کنونشنونو په پرله پسې خلاف ورزیو کې دصهونیسټ رژیم اقداماتو نړیواله ټولنې ترپوزې راوستې ده .
د قدس دنیواکګررژیم په ضد دملګروملتو او له هغو سره داړونده اورګانونو دپریکړه لیکونو ،راپورونونو او اعلامیو زیاتره برخه ددې ښودنه کوی چې نړیوال له هغه رژیم سره چې په هراړخیز ډول دبشری حقوقو په خلاف ورزیو بوخت دی ، مخامخ دی .
سره له دې چې دملګروملتو دبیلابیلو راپورونو نتیجو ښودلې ده چې صهونیسټ رژیم هره ورځ دفلسطنیانو په ضد جنایتونه کوی ، خو د دغه راپور په تعقیبونې کې دامریکا او ځینو لودیځی حکومتونو دکارړنګونو او د ملګروملتو دامنیت شورا منزوی کیدا په دلیل دغه راپور ،عملا د دغه رژیم په ضد دتدبیرونو دغوره کیدا لامل شوی نه دی . په حقیقت کې دصهونیسټ رژیم په وړاندې دملګروملتو هم دغه منزوی چلندونه لامل شوی دی څو صهونیسټ رژیم دخپلو جنایتونو په تکرارولو کې لا سپین سترګی شی .
که څه داسرائیلو دجنایتونو په باب دملګروملتو بیلابیل راپورونه یو مثبت اقدام حسابیږی،خوکافی اقدام نه ګڼل کیږی اوپه دې زمینې کې دملګروملتو ورپسې ګامونه چې دصهونیسټی رژیم په ضد دجدی تدبیرونو دغوره کولو په ځای عملا ددغې موسسې په حقوقی برخو کې اساسی څوکۍ د دغه رژیم په اختیار کې ورکوی ، دټولو حیرانتیا ئې راپارولې ده .
د فلسطین ملت او عمومی افکار په داسې حال کې چې دنړیوالو دمحکومیّتونو څپې ته په پام سره ، دصهونیسټ رژیم په ضد دملګروملتو له خوا دجدی تدبیرونو غوره کیدا او دمحاکمه کولو تمه شته ،دملګروملتو په یوې حقوقی ټولنې کې ددغه جنایتکار رژیم دغړیتوب شاهدان د ی . داموضوع داسرا ئیلو درژیم لپاره دا پیغام لری چې دغه رژیم په آرام آسانۍ سره دفلسطنیانو په ضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی .
د ملګروملتو دعمومی اسمپلۍ په شپږو کې دیوې اصلی کمیټې په مشرۍ دصهونیسټ رژیم ټاکل کیدا چې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې دموضوع تعقیبونکی ده ، او دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ له اعلامیو سره اړونده لازیات فعالیتونه هم له دغې کمیټې سره اړوندیه دی ، ډیرې زیاتې نړیوالې نیوکې ئې په ځان پسې درلودلی دی . په ډې ډوله چې عمومی افکار دا اقدام، یو لوی مصیبت او غمیزه ګڼی .
د ملګروملتو د یوې حقوقی کمیټې په مشرتوب داسرایئلو انتخاب، دملګروملتو دمنشو ر او دهغو آئیډیاؤ مسخره کول دی چې دغه موسسه هغو ته درسیدو لپاره تاسیس شوې ده .
د ملګروملتو په چلندونو کې ګډوډوالی ، چې له یوې خوا دفلسطین دمظلوم ولس په ضد داسرائیلو دجنایتونوپر دوام مشتمل دی او له بلې خوا دغه جنایتکار رژیم ته په حقوقی زمینې کې اساسی څوکۍ ورته بیلوی ، ددغې موسسې لپاره له بې باورۍ او ځوړتیا پرته بله نتیجه نه لری.
captcha