IQNA

په پاکستان کښې د نجلیو په دوه مدرسو د وسله واله کسانو بریدونه

18:53 - August 09, 2018
د خبر لمبر: 3481407
نړیواله ډله: د پاکستان په بلوچستان ولایت کښې د نجیلو په دوه مدرسو باندې نامعلومه وسله واله کسانو برید کړی او دغه مدرسو ته یی اور ورکړی.
د ایکنا راپور له مخې، د التحریر ورځپاڼې نه په نقل، د بلوچستان محلي پولیس خبر ورکړو: په دې بریدونو کښې جاني تاوان نه دی شوې.
دا په څو ورځو کښې دویم برید دې چې د پاکستان په تعلیمي مرکزونو باندې برید ترسره شوې، د جمعه په ورځ هم وسله واله کسانو چې د طالبانو ډلې سره ملګرتیا لري په پاکستان کښې ۱۲ مدرسو ته اور اچولې وو.
د پاکستان افراطی ډلې اعتقاد لرې چې د نجلیو تعلیم ترلاسه کول د اسلام د ښودو او تعلیماتو سره خلاف دی او هم په دې باور یی تراوسه د نجیلو په ډېرو مدرسو د دغه هیواد په شمال او شمال غرب کښې بریدونه ترسره کړی.
http://iqna.ir/fa/news/3736999
captcha