IQNA

اماراتو له صهونیسټ رژیم سره دکابو دوه میلیونوډالروپه ارزښت د وسلو د اخستو تړون کړی

23:47 - August 13, 2018
د خبر لمبر: 3481424
نړیواله: د صهونیسټ رژیم دجنګ وزیر موشه یعلون هم وئیلی دی، چې عربستان او متحده عربی امارات د اسرائیلو نوی دوستان دی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د صهونزم دنړیوالې ادارې یوه غړی او خبریال او لیکوال مهدی مجیدپخپلې ټولنیزې پاڼې کې  د صهونیسټ رژیم  دپوځی صنائعو  له شرکت سره  د یوې اړونده سرچینې  له قوله  لیکلی دی ،متحده عربی اماراتو  د  د اماراتو د الجبتور تجارتی شرکت  له لارې  د اسرائیلو  له آئی ایم آئی  نومې پوځی صنائعو  له شرکت سره  د  مرکاوا  ټانکونو او یوسل پنځه میلی میټره  کلیپر توپونو   داخستو لپاره  د کابو دوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک  کړی دی . 
څه موده مخکې هم  د صهونسټانو معاریو ورځپاڼې   پّه متحده  عربی اماراتو  داسرائیلو د جوړو شوو وسلو  په پټه له خرڅلاؤ پرده پورته کړې   او لیکلی ئې  دی ،  دتل ابیب پوځی چارواکی له کلونو راهسې  په لټه کې دی ، چې په پټه  اماراتو ته سفرونه وکړی او  له دغه هیواد سره  د وسلو  دپیرپلور تړونونه لاسلیک کړی .  همداراز  د صهونیسټ رژیم دجنګ وزیر موشه یعلون هم  وئیلی دی ، چې عربستان او متحده عربی امارات  د اسرائیلو  نوی  دوستان  دی 
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75569
captcha