IQNA

د سږ کال د حج په مراسمو کښې ۴۲ پاکستانیان مړه شوي دي

22:54 - August 26, 2018
د خبر لمبر: 3481469
نړیواله: د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وویل چې سږ کال د حج لپاره عربستان ته په تللو حاجیانو کښې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وویل: د سږ کال په حج کښې زیاتره کسان د بې نظمۍ او ناروغیو له امله مړه شوي دي.
په وژل شویو پاکستاني حاجیانو کښې ۳۰ سړي او ۱۲ ښځې شاملې دي.
له دې مخکښې هم د پاکستان د مذهبي چارو وزارت په یو ۱۸۷ مخیز رپورټ کښې، درې کاله مخکښې د منا په غمیزه کښې د ۵۱۵ پاکستاني حاجیانو وژله تاییده کړې وه.
خو د پاکستان ځینو خبري سرچینو په دغه پیښه کښې د وژل شویو پاکستانیانو شمیر له دې ډیر زیات اعلان کړی و.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75918

captcha