د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان سترې محکمې چی له دې مخکې یې له هیواده بهر د پاکستانیانو د شتمنیو د دقیقې اندازې د جاجولو حکم ورکړی وو ، بالاخره نن یې په یوه حکم کی ویلی دی هغه درستې شتمنۍ چی په غیر قانونی توګه بهر ویستل شوی دی ، بیرته ستنې کړې شی .
د پاکستان سترې محکمې همداراز په دې باره کی د یوې ځانګړی کمیټۍ د جوړولو حکم ورکړی او د هیواد خزانې ته یې د دغو پیسو په چټک ستنولو ټینګار کړی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په پارلیمانی انتخاباتو کی له بریالیتوبه مخکې ژمنه کړی وه د پاکستان د خلکو هغه شتمنۍ چی د فاسدو سیاستوالانو په وسیله انګلستان او اماراتو ته انتقال شوی دی ، هیواد ته ستنې کړی .
څه موده مخکې له فساد سره د مبارزې محکمې د دغه هیواد پخوانې لومړی وزیر نواز شریف ، د هغه لور مریم نواز او دهغه زوم محمد صفدر په لندن کی د هغو شتمنیو په دوسیه کی په جیل او جرمانې محکوم کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76118