IQNA

سعودی ایتلاف د یمنی ماشومانو په وژلې اعتراف وکړ

17:26 - September 02, 2018
د خبر لمبر: 3481487
نړیواله ډله: د سعودی عربستان د تیری ګرایتلاف جنګی الوتکو د اګست میاشتې په ۹ نیټه په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په یوه بس حمله وکړه چی له امله یې ۵۵ ماشومان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د سعودی تیری ګر ایتلاف پوری اړونده په یمن کی د پیښو د جاجولو د ټیم رسندوی ویندوی منصور احمد المنصور وویل  د یمن په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په بس حمله یوه تیروتنه وه .
د سعودی عربستان د تیری ګرایتلاف جنګی الوتکو د اګست میاشتې په ۹ نیټه  په صعده ولایت کی د یمنی ماشومانو په یوه بس حمله وکړه چی له امله یې ۵۵  ماشومان مړه او ۷۷ نور ژوبل شول .
ډیرو نړیوالو ادارو او د بشری حقوقو اورګانونو دغه جنایت په کلکه غندلی دی . د بشری حقوقو څارونکی ادارې د اګست په ۱۶ نیټه ویلی وو چی سعودی رژیم  په امریکایی او برتانوی وسلو سره  د صعده ولایت په ضیحان ښار کسی یمنی زده کونکی و ژلی دی .
عربستان د اماراتو ، امریکا او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهیسې په یمن پوځی تیری کړی دی او دغه هیواد یې د مځکی ، هوا او سمندر له لارې محاصره کړی دی . په یمن کی د عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنې څه د پاسه څوارلس زره یمینان وژلی او په لسګونو زره ژوبل کړی دی .
د عربستان پوځې تیری همداراز د یمن بې وزله هیواد د خوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76109
captcha