IQNA

په مانیل کښې د ایران سفارت له مېلمستیا سره ترسره شو؛

د واتیکان استازی ته د پاپ لپاره د ایران قرآنی هدیه / د فلپینیانو پراخ شتون + انځور

0:06 - September 03, 2018
د خبر لمبر: 3481490
نړیواله ډله: د سوره مریم خطاطی بورډونه په مراسمو کښې چې د اسلام او مسیح سره خبرونو سمبول په عنوان په فلیپین کښې د موجود سفارت له اړخه د واتیکان استازی ته ډالي شو چې له دې لارې د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو لارښود فرانسیس پاپ ته ډالي شي.

د ایکنا راپور له مخې، دا مراسم پرون په فلیپین کښې د ایران کلتوری جشنوزمی په اخیرنۍ ورځو کښې د ایران د سفیر محمد تنهایی په کور کښې په مانیل کښې  پیل شو او په دغه کښې د حضرت مریم سلام الله علیها په نوم سورت خطاطی اته بورډونه چې د تندیس نقوي(په مانیل کښې د ایران خطاطی انجمن مشره) لیکلې او د ایرانی هنرمندې رفعت موسوی په همت سره پیل شو او په مانیل کښې د واتیکان سفیر  «گابریل کاچا»(Gabriel Cacci) ته ډالی شو چې له دې لارې پاپ ته ولېږلې شو.
د مسیحی شخصیتونو نه استقبال
په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان د راپور له مخې په دې پروګرام کښې د فلیپین او د نورو هیوادونو دینی، کلتوری او علمي شخصیتونو لکه «مونسینیور گابریل ویولا»(Gabreil Viola)، په مانیل کښې د واتیکان د سفیر مرستیال، دمورون کلیسا دوه تنه لارښود الدر تایلا او اکولو(Taniela Wakolo)، آرتمیو مالیگون (Elder Aretemio Maligon) له فیلیپین هیواد نه، پابلیتو اباد بای بادو (dr baybado) د توماس سنتی الهیاتو پوهنتون استاد او د سولې او دینونو سازمان مرستیال، حجت‌الاسلام والمسلمین مجتبی اکبری، په مانیل کښې د جامعة المصطفی(ص) العالمیه برخې مشر، محمد جعفری ملک، په فیلیپین کښې د ایران کلتوری سازمان مشر او همدارنګه  نورو علمی او رسنۍ مشرانو شخصیتونو شتون لرلو.
په مانیل کښې د ایران سفیر محمد تنهایی، د واتیکان سفیر سره خبرې اترو په مراسم کښې له ټولو مېلمنو نه مننی سره وویل: په ایران کښې د خطاطی هنر ۱۶۰۰ کاله لرغونتوب لرې، په ایران کښې خطاطی له خط لیکلو نه پرته بللې شې او ایرانی خطاط د ایران کلتور، سنت او تاریخ په خطاطی کښې وړاندې کوې.
هغه زیاته کړه: له دې نه زیات دا چې زمونږ خطاطان دینی او اسلامی ارزښتونه او مفهومونه په خپلو آثارو کښې څرګنده وې او په آثارو کښې یی د ایران معنویت او کلتور څرګندویګي.
له قرآن نه د ایرانی خطاطی الهام
تنهایی همدارنګه څرګنده کړه: په ایران کښې د خطاطی هنر له اسلام او قرآن نه الهام اخیستلې خو ولی د هنری ماهیت په دلیل هغه یواځې د دین او د ایران په جغرافیا کښې نه محدود کېږي او له نورو انسانانو او دینونو سره اړیکې پیدا کوي.
د واتیکان سفیر ستاینه
په فلیپین کښې د واتیکان سفیر هم د ایران له سفیر نه د دارنګه پروګرام پیل کولو په اړه مننه او ستاینه وکړه او وې ویل: د خانم تقوي هنر ډېر ښکلې دی او دا چې له دغه هیواد دا هدیه د اسلام او مسیحیت مشترکاتو د سمبول په توګه د فرانسیس پاپ ته ډالي شوه ډېر خوشحاله یم او د دې هنرمندې له آثارو چې ډېر ښکلې لیکلې شوي مننه کوم.
هغه همدارنګه د دارنګه ارزښتمنې هدیې ډالي کولو باندې ستاینې سره زیاته کړه: دا اثر چې د اسلام او مسیحیت د اړیکو او تعامل یوه نښه ده به تر کلونو د هنرۍ د ښکلې اثر په توګه واتیکان کښې پروت وې.
captcha