IQNA

د ایران کلتوری سازمان په همت سره ترسره شو؛

په بانکوک کښې دوه قرآنی کتابونه په تایی ژبه کښې خپور شو

18:11 - September 09, 2018
د خبر لمبر: 3481506
نړیواله ډله: دوه ایرانی کتابونه د مهدی آذریزدی لیکلې «ښکلې کیسې د ښکلې ماشومانو لپاره» او د آیت الله هادی معرفت لیکلې «د قرآن تاریخ» په تایی ژبه کښې په تایلینډ کښې چاپ او خپور شو.

د ایکنا راپور له مخې، په تایلینډ کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د قرآن کریم او د اسلامی علمونو خپرولو او ژباړولو په لیکه کښې دوه قرآنی کتابونه د مهدی آذریزدی لیکلې «ښکلې کیسې د ښکلې ماشومانو لپاره» او د آیت الله هادی معرفت لیکلې «د قرآن تاریخ» په تایی ژبه کښې د شیخ ابراهیم په ژباړه کښې د ایران کلتوری سازمان په همت سره په تایلینډ کښې چاپ او خپور شو.
له دې نه د هر کتاب زر نسخې چاپ شوې او د ایران کلتوری سازمان له اړخه د مینه والو ترمنځه خپور شوی دی.
په بانکوک کښې د ایران کلتوری سازمان له دې نه مخکې نور اسلامی کتابونه په تایی ژبه او ژباړو کښې خپور کړي چې له هغو د شهید مطهری « د اسلام او ايران تر منځ خدمتونه»، او د استاد جعفر سبحانی اثر چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د کور او ژوند په اړه دی«فروغ ابدیت» دی.
http://iqna.ir/fa/news/3743996
captcha