IQNA

په لندن کې دشیخ ابراهیم الزکزکی دخوشی کیدا په خاطر ستره مظاهره وشوه

1:17 - September 11, 2018
د خبر لمبر: 3481510
نړیواله ډله: شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه ماندینه د ۲۰۱۵کال ددسمبر په دیرشمه نیټه د دغه هیواد دشمال په کادونا صوبې کې په زاریا ښار کې په یوې امامباړې د پوځیانو په وحشیانه حملې کې نیول شوی ، چې دغې څاروی ډوله حملې کې دشیخ الزکزکی د درو زامنو پشمول په سلګونو مسلمانان هم وژل شوی وو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  ایرنا خبری اژانس راپورورکړ   دانګلستان په لندن کې د بشری حقوقو په سلګونو فعالانو اومسلمانانو  دنیجریه  دسفارت په وړاندې په غونډیدو سره  د دغه  هیواد د اسلامی غورځنګ دمشر شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه دماندینې  دخوشی کیدا غوښتنه وکړه .
راپور ښئ  مظاهره چیانو  داعتراضی  پلې کارډونو په اوچتولو سره  د نیجریه د اهل تشیَع  به ضد د دغه هیواد دپوځ   په وسیله    شوی جنایتونه محکوم کړل او  د شیخ الزکزکی سملاسی  خوشی کیدا غوښتنه ئې کوله.
شیخ  ابراهیم الزکزکی  او دهغه ماندینه  د ۲۰۱۵کال  ددسمبر په دیرشمه نیټه   د دغه هیواد  دشمال په  کادونا  صوبې کې  په زاریا ښار کې  په یوې امامباړې د  پوځیانو په وحشیانه حملې کې  نیول شوی ، چې دغې  څاروی ډوله حملې کې دشیخ الزکزکی د درو زامنو پشمول  په سلګونو مسلمانان هم وژل شوی وو .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76306

captcha