IQNA

یذیدیان او شمریان غواړی چی افغانستان په یوې بلې کربلا بدل کړی

22:19 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481527
نړیواله ډله: ښاغلی وحید مژده جوته کړه که انګیزه او اراده وی نو ۵۰۰ غیر پوځی میرمنې او سړی هم امنیت تامینولې شی
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د وږی په ۲۹ نیټه چی د عاشورا له ورځې سره برابره وه ، د هغو  سختو امنیتی تابیاو په دلیل چی د میرمنو او سړیو په شمول د ۵۰۰ شیعیانو په وسیله په جدی توګه غوره شوی وې ، د کابل په لویدیځ کې په یوه جومات کې د عاشورا ورځې په دستورو کې شتون پیدا کړې شو او وینا یې وکړه . اشرف غنی وویل چی د افغانستان دښمنان هڅه کوی چی دغه هیواد په یوې بلې کربلا بدل کړی او په لټه کې دی چی خپلو حملو ته قومی او مذهبی اړخ ورکړی.

هغه زیاته کړه نن د وخت یذیدیان او شمریان غواړی چی افغانستان په یوې بلې کربلا بدل کړی ، د افغانستان د درستو خلکو دردونه او کړاونه یو شانته دی ، خو دښمنان غواړی چی دغو حملو ته مذهبی او قومی رنګ ورکړی ، په دې کې شک نشته چی په هزاروو او شیعیانو حمله په درست افغانستان حمله ده ، د دغه ټاټوبی د شیعه او سنی د وینی رنګ یو دې .
هغه وویل چی ترهه ګر په جوماتونو ، ښونځیو او علمی مرکزونه حملې کوی . اشرف په ډاګه وویل هر څوک چی وغواړی زمونږ خلکو ترمینځ درز رامینځته کړی هم یې له ځان سره ظلم کړې او هم له نورو سره . هغه د کابل په لویدیځ کې د امنیتی تابیاو په اړه هم وویل په تاوانی سیمو کی پاکونکی عملیات روان دی .
د افغانستان ولسمشر همداراز د امام حسین علیه سلام پاڅون ته په اشارې سره جوته کړه چی عاشورا د ظلم او نابرابری په وړاندې د مقاومت درس ورکوی .
د عاشورا په ورځ په دستورو کی د افغانستان د اجراییه مشر  او د ولسمشر او اجراییه ریس د دوو مرستیالانو په شمول نورو حکومتی چارواکو هم ګډون وکړ او د امام حسین علیه سلام د پاڅون او په افغانستان کی د وروستیو پیښو په اړه ویناوې وکړې .
ډاکټر عبد ا... د کابل په لویدیځ کې په الزهرا جومات کی  د عاشورا ورځې په دستورو کی د امام حسین ع د پاڅون او عاشورا ورځې په اړه په خپلې وینا کی وویل نن دافغانستان د سلامتیا دښمنان په هیوادحملې کوی . هغه زیاته کړه له بده مرغه په دې وروستیو کی د خلکو د تلفاتو او قربانی کیدا شاهدان وو، دلته د القاعدې ، داعش او یا نورو ترهه ګرو ډلو په شمول د افغانستان دښمنان چی هر نوم ولری ، د افغانستان په سلامتیا حمله کړی ده ، د افغانستان پیوستون او یو والی یې هدف ګرځولې دې او زه یقین لرم چی انشا ا...  هغو به ناکامه شی .
دا خبرې په داسې حال کی ترسره کیږی چی په دې وروستیو کی د کابل ښار په تیره بیا د دغه ښار په لویدیځ چی زیاتره پکې شیعیان ژوند کوی ، د وسله والو مخالفانو له پرله پسې حملو سره مخامخ دې چی په نتیجه کې ملکیانو او پوخیانو ته ډیر تلفات اوښتی دی .
د تهران پښتو راډیو د عاشورا په ورځ د کابل په لویدیځ کې د میرمنو او سړیو په شمول د ۵۰۰ شیعیانو په وسیله د امنیت د تامینولو په اړه د ټیلی فون په لیکه د افغانستان د لوړ رتبه کارپیژاندی ښاغلی وحید مژده نظر وپوښته چی هغه په ځواب کی وویل دا څو کاله کیږی چی د تکفیری ترهه ګرو لخوا د عاشورا ورځې په دستورو حملې کیدلې حتی سږ کال د محرم الحرام په درشل کی د کابل په لویدیځ کې د شیعیانو په یوه سپورټی مرکز هم  ترهه ګره حمله وشوه  چی له امله یې په لسګونو کشان مړه او ژوبل شول ، په دې اساس د کابل د لویدیځ خلکو له حکومته وغوښتل چی د عاشورا په ورځ د امنیت د تامینولو لپاره هغو ته وسلې ورکړی تر څو پخپله خپل امنیت تامین کړی او افغان دولت هم له دغې غوښتنې سره موافقه وکړه او شیعیانو ته یې ۵۰۰ وسلې او مهمات ورکړل او د محرم له لومړئ تر لسم پورې یې په بهترین شکل امنیت تامین کړ چی دغه چاره سبب شوه د افغانستان لوړ رتبه دولتی چارواکی په جوماتونو او امام بارګاو کی شتون پیدا کړی .
ښاغلی وحید مژده جوته کړه که انګیزه او اراده وی نو ۵۰۰  غیر پوځی میرمنې او سړی هم امنیت تامینولې شی او که اراده او انګیزه نه وی نو په سلګونو زره ماهر ، سنبال او وسله وال ځواکونه هم امنیت نشی تامینولې او په همدې دلیل د افغانستان جنګ او ترهه ګری نه ختمیږی .

captcha