IQNA

د سیستان اوبلوچستان ولایت په ختیځ کې دترهه ګرو ایران ته د داخلیدو مخه ونیولی شوی

22:41 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481531
نړیواله ډله: په وروستیو څو کلونو کې ترهه ګرو او تالی څټو اوپیّلو وسلوالو اشرارو دپاکستان له خاورې دترهه ګرو عملیاتو په اجرا کولو سره ، دسیستان اوبلوچستان ولایت په سرحدی سیمو کې د اسلامی ایر ان یو شمیر ښاریز اوپوله ساتی ماموران شهیدان کړی اوبیرته دپاکستان دخاورې په لور تښتېدلی دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ،  داسلامی ایران  د جنوب ختیځ  سیستان و بلوچستان ولایت  په ختیځ کې  دمیرجاوې ولسوالۍ  دسرحدی فرقې  قوماندان  ډګروال  ابراهیم  جنتی  بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،  د اسلامی ایران  پوله ساتی ځواک   د ریګ ملک  په سرحدی سیمې کې  د ترهه ګرې ډلګۍ  د  غړو  یوه ډله  چې   دنشه ایزو موادو  دقاچاق په پوښښ  کې ئې  دایران  خاورې ته دنفوذ نیّت درلود، وپیژندله  او په موقعې په اقدام سره  ئې   هغوی بیرته تښتې ته مجبوره کړل . 
  ډګر وال ابراهمی جنتی  روښانه کړې ،پوله ساتی ځواک   له مخکې د اطلاعاتو په اساس د دغو تالی څټو ا و پیّلو  جنایتکارو   ګاډی  وپیژندل  او  په موقعې اقدام سره ئې پرې سختې ډزې وکړې ، چې د  مخامخیدا توان ئې  نه درلود او د شپې  له تورتمه په استفادې سره  ئې  ګاډی پریښودل او  بیرته د  ګاونډی هیواد د پولې په لور وتیښتیدل.
 په دغو عملیاتو کې   دسرحدی تیریګرو له منګولو    د یو سل پنځوس کلوګرامو  نشه ایزو توکو یوه جوپه  هم کشف اوضبط شوې ده .
  په وروستیو څو کلونو کې    ترهه ګرو او تالی څټو  اوپیّلو  وسلوالو اشرارو   دپاکستان له خاورې   دترهه ګرو عملیاتو په اجرا کولو سره ،  دسیستان اوبلوچستان ولایت  په سرحدی سیمو کې د اسلامی ایر ان  یو شمیر ښاریز اوپوله ساتی ماموران  شهیدان کړی اوبیرته  دپاکستان دخاورې په لور  تښتېدلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76632

captcha