IQNA

د اندونیزیا  ښاروال لمونځ ته ترغیب لپاره عجیبه اقدام

12:01 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481534
نړیواله ډله: د اندونیزیا ښاروال پالم بانګ خپلو کارکوونکو ته دا حکم ورکړي چې لمونځ په جومات کښې پيل کوي او که داسې ؤ نکړي نو له کاره به خارج شی.
د ایکنا راپور له مخې، د شروق خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پالم بانګ ښاروال هارنو چویو، د اندونیزیا د جنوبی سوماترا د ولایت په پلازمینه کښې تېره اونۍ وټاکلې شوه، چې خپل کارکوونکې لمونځ ته ترغیب کولو لپاره یی عجیبه اقدام ترسره کړو، یو حکم صادر کولو سره اعلان وکړو: کارکوونکې به له دې ورستو باید په جومات کښې لمونځ پیل کړی، که نه وې نو یا به له کار خارج وې او یا به یی رتبه راښکته شي.
د پالم بانګ ښاروالي عمومي اړیکو مشر ابوبلال په دې اړه وویل: دا دستور د ښاروال له اړخه ټولو کارکوونکو لپاره لوستلې شوې دی، خو ولی اعلان شوې جریمه چې یا به خارج وې او یا به یی رتبه راښکته شي یواځې د لوړ پوړو چارواکو او کارکوونکو لپاره دی.
باید یادونه وشي، د پالم بانګ ښاروالي ۱۶ زره کارکوونکې لرې خو ولی اعلان شوې جریمه یواځې ۱۶۰۰ کسانو چې د لوړ پوړو چارواکو دی ته شامل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3748789
captcha