IQNA

پاکستان له اسلامی ایران سره داړیکود پراختیااولاښه کولوته کلک هوډ لری

19:33 - September 29, 2018
د خبر لمبر: 3481557
نړیواله ډله: دپاکستان د لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند لوړپوړی مسئول مقام زیاته کړې ، اسلامی ایران دپاکستان یو مهم او چورلیزی ګاونډی دی او عمران خان په مشرۍ داسلام اباد نوی حکومت له تهران سره داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره هڅه کوی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ  دپاکستان د لومړی وزیر   ځانګړی سلاکار سید ذوالفقار عباس بخاری چې  په زلفی بخاری مشهور دی ، نن سهار  په اسلام اباد کې  ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې  وئیلی دی ، پاکستان  هر هغه  اقدام چې   دایران له اسلامی جمهوریت  سره  داړیکو دښه کولو اوپراخولو  او   د متقابل ا حترام اوباؤر  په باب لازم وی ،ترسره کوی .  دپاکستان د  لومړی وزیر ځانګړی سلاکار او دتحریک انصاف واکمن ګوند  لوړپوړی  مسئول مقام  زیاته کړې ،  اسلامی ایران  دپاکستان یو مهم او چورلیزی  ګاونډی دی او  عمران خان په مشرۍ  داسلام اباد نوی حکومت  له تهران سره  داړیکو دلاپیاوړتیا لپاره  هڅه کوی .
  زلفی بخاری  هیله ښودلې ،   دایران او پاکستان  د دوواړخیزو تعاملاتو او تجارت اندازه  په اوسنی  حکومت کې ډیره زیاته شوې ده . هغه همداراز  د ایران په جنوب کې په اهواز ښار کې  وروستۍ ترهه ګره پیښه په سخته محکومه کړې او  وئیلی ئې دی ،    له ترهه ګرۍ سره  دمقابلې لپاره  د هیوادونو په تیره بیا دګاونډیانو اتحاد او یووالی  یوه مهمه چاره او د ورځې یو  ضرورت دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76866
captcha