IQNA

د یمن په خلاف د سعودی ائتلاف د جګړی درناک روایت

19:55 - October 03, 2018
د خبر لمبر: 3481574
نړیواله ډله: یمنی ماشومان؛ د یاد هیواد په خلاف د سعودی ائتلاف د نا برابری او ظالمانه جګړې، ډیر مظلوم او ډیر زیات قربانیان دی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، جنګ؛ د یمنی ماشومانو لپاره شومی پایلی لرلی دی، چی د دغو پایلو یوې برخی، نیغ په نیغه او یوې برخی په غیر مستقیمه توګه په یمنی ماشومانو اغیز شیندلئ دئ. پدی مطلب کی، په یمنی ماشومانو د سعودی عربستان او د هغه د متحدینو د جګړی پایلی څیړو.د یمن په خلاف د سعودی عربستان جنګ، د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې څخه پیل شوئ، او د یادی جګړې ۴۲ میاشت هم د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر په ۲۶ نیټه پایته ورسیدله، او جګړه خپل ۴۳ میاشتی ته ورسیده. دغې جګړې تر اوسه پوری د یمنیانو لپاره درندی ناندرې لرلی دی؛ خو بیله شکه یمنی ماشومان ډیر مظلوم او بی ګناه کسان دی، چی سعودی ائتلاف د هغوی په ضد ګڼ او شدید جنایتونه سرته رسولی دی. ویلای شو؛ د دی دلیل چی د ملګرو ملتو سرمنشی«آنتونیو ګوترش»، او یو شمیر نور بین المللی ارګانونه او شخصیتونه، د یمن اوسنئ وضعیت؛ د وروستیو لسیزو ډیر ستر انسانی ناورین او فاجعه بولی، د هغو پایلو په خاطر دئ، چی دغې جګړې تر اوسه پوری د یمنی ماشومانو لپاره لرلی دی.
د یمنی ماشومانو د لوږې درد ناک روایت :
لوږه؛ د یمنی ماشومانو ډیر مهم مشکل او ستونځه ده، چی ترخی صحنی یی را منځته کړی دی. د یمنی ماشومانو شدیده لوږه، د هغوی د بدن د هډوکو د را وتلو او څرګندیدو سبب شوې ده. لوږې؛ یمنی ماشومان په متحرکو مړو بدل کړی، او یواځی د هغوی په بدن کی هډوکی پاتی دی. د لوږی اندازه تر دې حده ده، چی یو شمیر یمنی کورنۍ، د ونو پاڼی پخوی او د خواړه په توګه خپلو بچیانو ته ورکوی. د حجه ولایت د«مشرادا» کلی د«اسلم» سیمی یو اوسیدونکئ پدې باره کی وایی:« د ونو پاڼی پخوؤ او له هغو څخه تغذیه کوؤ. د ونو پاڼو تر اوسه پوری زموږ ژوند او
ځان ساتلی دی».
د دې سیمی یو بل اوسیدونکی، خپل بچی ته په اشارې سره چی د ونو پاڼو د خوړلو په حال کی ؤ، وویل:« پسله هغه چی خواږه او خوراکی شیان زموږ لاسته نه رسیږی، دغه خوراک زموږ د ماشومانو خواړه دی ».
امریکایی آسوشیتد پرس خبری آژانس، په تیره بیا د یمن په حجه ولایت کی؛ د یمنی ماشومانو د وضعیت په هکله، خواشینونکئ  راپور خپور کړ، او ویی لیکل: (د حجه ولایت د«اسلم» روغتیایی اصلی مرکز، له ډیرو نا توانو، او ډنګرو ماشومانو څخه؛ چی سترګی یی له حدقې څخه را وتلی، ډک دئ. پرستارانو؛ د ماشومانو او لږ عمرلرونکو کوچنیانو د مټانو اندازه واخیستله، چی یواځی څو سانتی مټره وه، او دا د ناوړې تغذیی د ډیرو بدو مراحلو یوه نښه ده.
یواځی په روان کال کی ۲۰ ماشومان، پدی ولایت کی د لوږی له کبله مړه شوی دی. خو واقعی شمیرنی احتمالاً له دې اندازې څخه  ډیری زیاتی دی، ځکه چی لږ شمیر کورنۍ، د خپلو ماشومانو د مړینی راپور ورکوی».
آسوشیتد پرس، د یمن د عامی روغتیا وزارت د تغذیی برخی مدیر
«ولید الشمشان» اعلان وکړ:«د روان میلادی کال په شپږو لمړیو میاشتو کی، په حجه ولایت کی، د ډیری سختی ناوړی تغذیی ۱۷ زره راپورونه ورکړل شوی دی. هغه ماشومان چی په ناوړی تغذی اخته دی، معمولاً په روغتیایی مرکزونو کی له درملنی وروسته، خپلو کلیو ته ور ګرځی، چی له خواړه او سالمو اوبو څخه بی برخی دی، خو وروسته له پخوا څخه په لا بدو شرایطو سره، بیا کلینیکونو ته ور ګرځی، البته که تر هغه مهال پوری یی د ناوړې تغذیی له کبله، خپل ځانونه له لاسه ورکړی نه وی».
د المنار شبکی هم، د یمنی ماشومانو په هکله په یو راپور کی، د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق(یونیسف) شمیرنو ته اشاره کړې، او اعلان یی کړئ؛ چی څه د پاسه دوه میلیونه یمنی ماشومان، له ناوړی تغذیی څخه رنځ وړی، او د هغوی نږدی ۴ لکه کسان، په سختی ناوړې تغذیی اخته شوی دی، چی د لوږی له کبله تر مړینی پوری یو ګام واټن لری، او څه د پاسه یوولس میلیونه یمنی ماشومان، یعنی د یاد هیواد ۸۰ فیصده د اتلس کالو څخه  کم عمر لرونکی کسان، په یمن د حملې له کبله، د خواړه د کمښت او په
ناروغیو د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دی».
« که په مدرسه کی نه دی » په نامه د یونیسف په مستند راپور کی راغلی دی: چی 1.8  میلیونه یمنی ماشومان، او 1.1 میلیونه امیندواری او ماشوم لرونکی ښځی، د شدیدې ناوړې تغذیی سره لاس او ګریوان دی، چی له ۲۰۱۴ م کال له وروستیو سره په پرتله کی یی ۱۲۸ فیصده وده لرلې ده».
د یمنی ماشومانو وژل؛ ټپی کیدل؛ کډوالیدل او ناروغ کیدل:
د سعودی ائتلاف د جګړې له کبله، د یمنیانو د مړو، ټپیانو او کډوالو دقیقه شمیره معلومه نه ده. د هغو شمیرنو مطابق چی یونیسف، د ۲۰۱۵ م کال په اګسټ میاشت کی خپرې کړې، یواځی د یمن په خلاف د جګړې په لمړیو دریو میاشتو کی، ۳۹۸ یمنی ماشومان وژل شوی، او د ۲۰۱۵ کال د مارچ له میاشتی څخه ۶۰ ماشومان ټپیان شول، خو د یونیسف د ۲۰۱۶ کال د اکسټ میاشتې د راپور سره سم، ۱۱۲۱ ماشومان وژل شوی، او ۱۶۵۰ ماشومان هم ژوبل شول. د یمن په پایتخت«صنعا» کی مستقر، د «حقوقو او پراختیا قانونی مرکز»، د یمن په خلاف د ۱۰۰۰ ورځنی جنګ په راپور کی، د یادی جګړې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۳ زره او ۶۰۳ اعلان کړ، چی له دغه شمیر څخه ۲۸۸۷ کسان ماشومان دی. د دغه راپور سره سم، ۲۱ زره او۸۱۲ یمنیان هم پدی جنګ کی ټپیان شول، چی له دغه شمیر څخه ۲۷۲۲ تنه ماشومان دی.  بیله شکه؛ دغه شمیرنی د وروستیو شپږو میاشتو په اوږدو کی ډیر زیاتوالئ موندلئ دئ، لکه څرنګه چی یواځی د اګسټ میاشتی په نهمه نیټه، د سعودی جنګی الوتکو د صعده ولایت په ضحیان سیمه کی، د ماشومانو په وړونکی بس موټر په حمله کی، له ۱۲۰ تنو څخه زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
سربیره پردې، نږدی ۳ میلیونه یمنیان هم، د یاد هیواد په ضد د عربستان د جګړې له کبله، د یمن په داخل او بهر کی کډوال شول، چی ماشومان د دغه آواره ګانو مهمه برخه جوړوی.
ناروغې؛ یوه بله ستونځه ده چی یمنی ماشومان ورسره لاس او ګریوان دی. د یونیسف د راپور په اساس، څه د پاسه یو میلیون یمنیان د«وبا» په ناروغۍ اخته شوی دی، چی د یادې ناروغۍ له
کبله، له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوی دی.
د 8.2 میلیون یمنی ماشومانو په شمول، ۱۶ میلیون یمنیان د چښنګو اوبو ته د لاسرسۍ لپاره، بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لری. د هغو کسانو شمیره؛ چی روغتیا څارنو ته اړتیا لری، له جګړې څخه د مخکی دورې په پرتله، څه دپاسه دری چنده شوې ده، او له ۵ میلیونو څخه ۱۶ میلیونو ته لوړه شوې ده، چی زیاتره یی ماشومان دی.
له زده کړې څخه بی برخی، او تور راتلونکئ:  
یوه بله ډیره مهمه ستونځه؛ چی د سعودی ائتلاف جګړې د یمنی ماشومانو لپاره رامنځته کړې ده، له زده کړې او تحصیل څخه د ماشومانو بی برخی کیدل دی. د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق «یونیسف»، د ۲۰۱۸ م کال د مارچ میاشتی د راپور په اساس: « څه د پاسه دوه میلیون یمنی ماشومان له زده کړی څخه محروم شوی دی. د مدرسو د هرو څلورو معلمانو څخه د دریو کسانو تنخواوی نه دی ورکړلی شوې، او 4.5 میلیونه ماشومان له زده کړې څخه د بی برخی کیدو له خطر سره مخامخ دی ».
د یونیسف په راپور کی راغلی دی:« په یمن څه دپاسه ۲۵۰۰ ښوونځی د استفادی وړ نه دی، له هرو دریو مدرسو څخه دوې مدرسی د جنګ له کبله زیانمنی شوې، ۲۷ فیصده مدرسی تړلی شوې، او ۷ فیصده مدرسی هم د پوځی اهدافو، یا د کډوالو د پناه ځای لپاره، تر استفادی لاندی نیولی کیږی ».
په واقعیت کی، دغه راپور دا پوښتنه را پیداکوی، چی که ماشومان په ښوونځیو کی نه دی، نو چیرته دی او څه کارونه کوی؟ د دغې پوښتنی په ځواب کی هم، مهمو موردونو ته اشاره شوې ده، چی یواځی دوه موردونه یی په دی ډول دی:
۲۴۱۶ یمنی هلکان، د ۲۰۱۵ م کال له مارچ میاشتې څخه په پوځی ډلو کی مقرر شوی دی.
 له هرو څلورو ښځو څخه دری ښځی، واده کولو ته مجبوری شوې، چی 44.5 فیصده یی له ۱۵ کالو څخه کم عمر لری.
د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق«یونیسف» استازی«مریچل ریلانیو»،  اعلان وکړ:« د یمنی ماشومانو یو نسل، د محدودې زده کړې؛ یا له  زده کړې څخه  د بی برخی کیدو په خاطر، له تیاره راتلونکی سره مخامخ دئ، او حتی هغه
کسان هم؛ چی په ښوونځی پاتی شول، ښه زده کړې ته چی اړتیا ورته لری لاس رسی نه لری ».
روحی او روانی ناروغۍ؛ د جګړی اوږد مهاله پایلی:
د یمن په ضد د عربستان او د هغه د متحدینو د جګړې پایلی، یواځی د خلګو په لوږه؛ مړینی؛ بدنی زیانمنیو، کډوالۍ او یا له زده کړې څخه په بی برخی کیدو پوری نه محدودیږی. دغه موارد د یمنی ماشومانو لپاره، د جګړی د پایلې د ډیرو بدو چارو په کتار کی دی. سره له دې حاله دغی جګړی؛ د کورنۍ د جوړښت، د مور او پلار، یا ورور او خور؛ د له لاسه ورکولو د ترخو صحنو د لیدلو له کبله، د روحی او روانی ناروغیو په شان نوری ګڼی پایلی د یمنی ماشومانو لپاره لرلی دی، او په راتلونکی کی به هم ولری. دغه پایلی؛ اوږد مهالی اغیزی لری، او د یمنی ماشومانو د ژوندانه په راتلونکی باندی به شدیدی منفی اغیزی ولری. روان پیژاندی دغه پایلی،« له یوې پیښې وروسته، د پریښانۍ د نیمګړتیاؤ » په نامه یادوی، داسی نیمګړتیاوی او اختلالونه چی د یمنی ماشومانو روح او روان په نښه کوی.
http://parstoday.com/ps/radio/world-i76846
بچوې: ایکنا
captcha