د ایکنا راپور له مخې، د ډیلې پاکستان نه په نقل، د کشمير خراب حالاتو په اړه آنتونیو ګوترش اندېښنه څرګنده کړه او د کشمير د شخړې لپاره سوله یز حل باندې تاکید وکړو.
ګوترش چې خپل درې ورځې سفر یی هند ته پرون شورو کړو، له نیویارک پرېښودلو نه مخکې وویل: زه همدارنګه له جامو او کشمير له حالاتو په اړه اندېښنه لرم او غواړم چې دغه اختلاف سوله یز حل سره حل شی.
قرار ده چې ګوترش هند ته په خپل سفر کښې به د هند ولسمشر رام نات کوویند سره او لومړي وزیر نارندر مودی او د دغه هیواد بهرنې وزیر سوشما سواراج سره کتنه کوي.
د ملګرې ملتونو سرمنشي له پاکستان بهرنې وزیر شاه محمود قریشي سره کتنې نه ورستو دغه بیان ورکړې دی.
قریشي په دغه دیدار کښې د کشمير په سیمه کښې د هند د کنټرول لاندې د بشري حقوقو نقض په اړخه اندېښنه څرګنده کړې وه او له ګوترش نه یی غوښتنه کړې وه چې د هند او پاکستان ترمنځه د کشمير په شخړه کښې رول ادا کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3752078