IQNA

د اروپا مقامونو یو ځلی بیا له امریکی څخه بیل پر خپلواک سیاست ټینګار وکړ

21:30 - October 07, 2018
د خبر لمبر: 3481593
نړیواله ډله: اروپایی مقامونو یوځلې بیا؛ د امریکی د ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ »، د یو اړخیزو سیاستونو په وړاندی، د اروپا په خپلواکۍ په ټینګار سره، له خپلو ګټو څخه د خپلواکی دفاع لپاره، د اروپائیانو د چمتو والی خبر ورکړ. 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د جرمنی صدراعظمی« آنګلا مرکل » پدې زمینه کی وویل: «ډونالډ ټرمپ» ټینګار کوی؛ چی د« اول امریکا » په شعار باندی ژمن وی، دا موضوع د دې ښودونکې ده؛ چی اروپا هم باید، له خپلو ګټو څخه د دفاع لپاره، په خپلواکه توګه آماده شی، او وکړای شی چی له ژئوپولتیک او نړیوال نظره، په خپلواکه توګه عمل وکړی.
له برجام څخه د وتلو؛ د پاریس د آب و هوا له موافقې څخه د بهر کیدو؛ له آتلانتیک څخه بهر د آزاد تجارت د تړون په هکله د مذاکرې د ځنډیدو؛ او له مختلفو نړیوالو ژمنو او موافقو څخه د وتلو په شان، په تیرو میاشتو کی د ټرمپ یو اړخیزو اقداماتو او تصمیمونو؛ چی د واشنګټن د پخوانی متحد په توګه د اروپائیانو  نظر او  ګټو ته له پام پرته یی بڼه ونیوله، د ارپائیانو قهر او غصه پارولې ده.  
د فرانسی خارجه وزیر« ژان ایو لودریان » پدې باره کی وویل: « ټرمپ؛ د« اول امریکا» په شعار سره، سپینی ماڼۍ ته ګام کیښود، خو اوس یی خپله پښه لا اوچته کړې ده، او د« امریکا په یواځی سر » شعار ورکوی. یعنی دا چی؛ هغه امریکا چی له ټولو سره د قدرت جګړې ته داخل شوې ده، په هره دوه اړخیزه مذاکره کی پخپلې برترۍ ټینګار کوی».
له دی رویه اروپایی مقامونه هڅه کوی، پدې دوره کی په نړیوال نظام کی د خپلو ګټو او سیاستونو په زمینه کی، یوه نوې سیاسی ستراتژی تعریف کړی، او د واشنګټن په وړاندی د اروپا اتحادیی خپلواکی او قدرت پیاوړی کاندی. د اروپا د امنیت پوره کول؛ د اروپا د سیاسی خپلواکۍ ساتل او په بین المللی نظام کی د اروپا اتحادیی د موقعیت لوړول، په بین المللی ډګر کی د اروپایی مقامونو ډیر مهم هدفونه دی. پدی لړ کی؛ د برجام د ساتنی او د هغه په ژمنو پابندی؛ له امریکا څخه بیل د مالی خپلواک ارګان رامنځته کول، او د بین المللی موافقو په ساتنی ټینګار کول، د خپلی خپلواکۍ د ساتنی، او په نړیوال ډګر کی له واشنګټن څخه د جلا سیاستونو په لرلو باندی د ټینګار کولو لپاره د اروپا له اقداماتو څخه دی.  
د اروپا کمیسیون مشر«ژان کلود یونکر» پدې زمینه کی وویل: « د دی وخت را رسیدلئ؛ چی اروپا خپل برخلیک په لاس کی واخلی، او په بین المللی اړیکو کی په خپلواک لوبغاړی بدله شی».
د دغه سیاست سره سره؛ اروپایی هیوادونه له زیاتو داخلی او بهرنیو مشکلاتو سره مخامخ دی، چی د اروپا اتحادیی راتلونکئ او سیاسی یوموټی توب ګواښی. پدی لړ کی امنیتی مشکلاتو، او خپلو هیوادونو ته د اروپایی ترهه ګرو د ستنیدو، اقتصادی مشکلاتو، په برګزیت او د اروپا له اتحادیی څخه د بریتانیی په وتلو پوری مربوطو مسایلو، د کډوالو د جریان دوام، او د ایټالیی په شمول په یو شمیر هیوادونو کی د ښی اړخو دولتونو رامنځته کیدو ته اشاره کولای شو.
سیاسی څیړاندئ«فرانسیس پرین» پدې باره کی وایی:
« د اروپا اتحادیی غړی هیوادونه باید، د امریکی په مقابل کی، خپل داخلی اختلافات څنګته پریږدی، او د واشنګټن د یو اړخیزو
سیاستونو په وړاندی سره یو موټی شی، او د خپلو ګډو ګټو په منظور اقدام وکړی».
داسی بریښی چی په اوسنیو شرایطو کی، اروپایی مقامونو د ټرمپ  له یو اړخیزو سیاستونو سره د مقابلې لپاره، د اروپا اتحادیی پیاوړی کول، د خپل کار په اجنډا کی راوستی دی، ځکه چی اوسنۍ نړۍ د زور ویونکو سیاستونو منلو ته چمتو نه ده. له دې رویه؛ د اروپا اتحادیی مقامونه، د واشنګټن په مقابل کی پخپلی خپلواکۍ باندی د ټینګار لپاره، د بین المللی ژمنو د ساتنی او د یوې حل لارې د موندلو په لټه کی دی».
د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤله«فډریکا موګرینی»، پدې هکله ټینګار کوی؛ چی په لا ښې دنیا زموږ د دنیا د بدلیدو یواځنۍ لاره، د مشارکت په اساس یو نړیوال نظام ته د رسیدو لپاره همکاری کول دی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i77086
بچوې: شعار ، ایکنا
captcha