IQNA

دافغانستان په شمال کې دطالبانو درې مهم کمانډران ووژل شول

19:41 - October 10, 2018
د خبر لمبر: 3481604
نړیواله ډله: په همداوروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې دحکومتی او مخالفو لورو ترمینځ اخ وډپ تر ډیره حده زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورنکړی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،  دافغانستان    په شمال کې د بلخ ولایت  په بلخ ولسوالۍ کې  د دغه هیواد دملی اردو  په پاکونکو عملیاتو کې  د طالبانو ډلې درې مهم  کماڼدران وژل شوی او دوه نور هم ټپیان شوی دی . له بل بلوه ، د افغانستان د بلخ ولایت  دلوئې څارنوالۍ   مشر  سید جعفر  مصباح باندې  نن سهار  وختی وسلواله  حمله شوې ده چې هغه هم پکې  ټپی شوی البته وئیل کیږی ، چې  مرګی حاله نه دی .
 دغه راپور په اساس  په دغې حملې  کې د هغه یو ساتونکی  سخت ټپی شوی دی .
داپه داسې حال کې دی ، چې په همداوروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې دحکومتی   او مخالفو لورو ترمینځ  اخ وډپ تر ډیره حده زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر  کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورنکړی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i77184
captcha