IQNA

د سند د مجلس وحدت مسلمین منشي:

د پاکستان حکومت دې د سعودي عربستان ملاتړ پای ته ورسوي

19:45 - October 13, 2018
د خبر لمبر: 3481607
نړیواله ډله: د پاکستن سند ولایت د مجلس وحدت مسلمین منشي د پاکستان له عربستان نه حمایت تر پای رسولو غوښتنه وکړه او وې ویل: پاکستان د اسلامی هیوادونو ترمنځه نښته کښې باید د منځګړتوب رول پیل کړي نه دا چې له ظالمه حمایت وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان نه، علامه مقصود علی دومی د پاکستان سند ولایت مجلس وحدت مسلمین منشي د ملګری ملتونو سازمان په غونډه کښې په یمن کښې د عربستان د جنایاتو په اړه څېړنی خلاف رائ ورکولو باندې په مرکه کښې وویل: د لومړۍ وزیر په مخکنې تقریرونو کښې د پاکستان د اسلامی هیوادونو ترمنځه د منګړیتوب ژمنې وکړي وې اوس نه باید د دوو هیوادونو ترمنځه په جنګ کښې د ظالم نه حمایت وکړي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان په جنګ کښې ګډون نه باید حکومت عبرت واخلې، د دغه جنګ د پایلو له کبله هیواد اوس هم د ترهګرۍ او دله ډلبندۍ غوندې ستونزو سره مخامخ دی، نو ځکه د دوه اسلامی هیوادونو ترمنځه جنګ که هغه شام دی او که یمن مناسب نه ده چې مونږ مداخله وکړو، بلکه همدارنګه چې لکه څه رنګه تېر حکومت د منځګړتوب رول لرلو، خو ولی له بده مرغه غلطې پریکړې مو ولیدلې چې خفګان لری.
دې پاکستانی عالم ټینګار وکړو: د شرم خبره ده چې امریکا د عربستان سپکاوې وکړی خو ولی هغوي د دغه سپکاوۍ سره د امریکا خوا خوښه وې.
هغه په ادامه کې وویل: پاکستان د یو اسلامی قدرتمند هیواد په توګه باید خپلې پریکړې ته دقت وکړې چې په هیواد کښې دننه ستونزې رامنځته نشی.
علامه مقصود دومکی په اخیره کښې د امام حسین علیه السلام د اربعین لپاره روان زائرینو د ستونزو حل لپاره له حکومت نه غوښته وکړه.
http://iqnanews.ru/fa/news/3754185
captcha