IQNA

د فعال شیعه بندې کولو خلاف د پاکستانیانو مظاهرې

10:49 - October 23, 2018
د خبر لمبر: 3481622
نړیواله ډله: په زرګونو پاکستانی لمونځ کوونکو د فیصل رضا عابدي بندې کولو په خلاف مظاهرې وکړې او د دغه هیواد دې فعال شیعه بندې کول یی محکوم کړل.
د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان، په زرګونو پاکستانی لمونځ کونکو په دغه هیواد کښې پرون د مخکې شیعه سناتورفیصل رضا عابدي بندې کولو چې د پاکستان سترې محاکمې توهین کولو په جرم کښې نیولې شوې او د امام حسین علیه السلام یوې ښځې زائرې د پولیسو له لارې شهادت محکوم کړو.
د پاکستان مسلمانانو عالمانو په دغه مظاهرو کښې شتون سره د دغه فعال شیعه غيرعادلانه بندی کولو اعلان وکړو او ټینګار یی وکړو: هغه د وطن سره مینه لرونکې فرد دی چې تل یی د تکفیریانو سره مقابله او د حق اواز اوچت کړې دې.
دې ډلې همدارنګه دې بیان سره چې عابدي په داسې حال کې ونیولې شوې دې چې په مشهور لسګونو ترهګر ازاد دی، اعلان وکړو: د پاکستان شیعیان اوس هم له اندېښنې نه ډک ژوند تېره وې، ځکه چې دا رنګه اقداماتو سره، هغه تمې چې له عمران خان نه لرې نه ترسره کېږي.
د مظاهرې په ادامه کښې تقریر کوونکو، د امام حسین علیه السلام زائرې ښځې شهادت چې په جیک آباد کښې د پولیسو له لاسه وژلې شوې دا اقدام محکوم کړو او وې ویل: د پاکستان بلوچستان حکومت زائرانو ته په امنیت ورکولو کښې ناکام دی او د اربعین په زرګونو زائران د بلوچستان په ولایت کښې زیاتو ستونزو سره مخامخ دی او د دارنګه چلند ادامه د تحمل وړ نه لرې.
http://iqna.ir/fa/news/3757247
captcha