د ایکنا راپور له مخې، د مولوي سمیع الحق زوی وویل: مولانا سمیع الحق د مازدیګر وخت په کور کښې آرام کولو او د دوې ډرایور او محافظ لږ وخت لپاره بهر ته وتلې وو چې کله بېرته راغلل نو مولانا په خپله بستره کښې شهید پروت وو.
د رسنیو په مطابق مولانا سمیع الحق په سخت ژوبل حالت کښې روغتون ته منتقل شوې وو خو ولی د زخمونو له وجهې هغه ژوند له لاسه ورکړو.
مولانا سمیع الحق د جمعیت علماء اسلام(س) او د اکوړه خټک مدرسې جامعه حقانیه مشر وو. د هغه جنازه به سبا درې بجې په اکوړه خټک کښې ترسره کېږي.
خبر تولیدی