IQNA

له بندیزونو د امریکې تمه او د ایران خپلواکي

22:03 - November 09, 2018
د خبر لمبر: 3481646
نړیواله ډله: د امریکې خارجه وزیر د ایران خلاف د بندیزونو د دویم پړاؤ له اجرا کیدو درې ورځې وروسته وویل: د دې بندیزونو موخه له ایران سره خبرې اترې نه دي بلکې په سیمه کښې د دغه هیواد د کړچار بدلول دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، مایک پمپئو پرون بي بي سي ته په مرکه کښې په عوام غولونکي انداز کښې په دې خبرې سره چې د امریکې بندیزونه د ایران خلک نه په نښه کوي، مدعي شو: له دباؤنو د امریکې نیت په سیمه کښې د ایران د بې ثباته کونکي نفوذ، په اروپا کښې د ترهګرۍ او د لبنان له حزب ا... څخه یې د ملاتړ بندول دي.د ایران موثر سیمه ایز شتون د امریکايي چارواکو د سترګو اغزی دی او د ایران او په سیمه کښې د اغیزشیندونکو ایراني شخصیتونو خلاف د امریکایانو د بې بنیاده ادعاؤ مطرح کیدل او د نورو ملامتول په همدې لړ کښې دي. امریکا په هره طریقه په سیمه کښې د ایران د نفوذ د کمیدو او د هغه د کړنلارې د بدلیدو په لټه کښې ده خو د ایران اسلامي جمهوریت یو خپلواک او قدرت لرونکی هیواد دی چې د خپل بهرني سیاست د پرمخ بیولو لپاره له کوم خاص هیواد سره ملګري کیدو ته ضرورت نه لري.
د ایران قدرت جوړونکي عناصر، ځايي او د ولسي اډانې په برکت دي او همدا ډاډبخښنه سبب شوې چې ایران یو فعال او خپلواک لوبغاړی ووسي او د امنیت په شمول د خپلو سټراټیجکو اړتیاؤ په پوره کولو کښې په نورو پورې پیئلی نه وي. د ایران په وړاندې د امریکا ناکامي سبب شوې ده چې امریکايي چارواکي د اقتصادي بندیز، سیاسي دباؤ او د چټي ادعاؤ د مطرح کولو په شمول مختلفو طریقو سره د ایران د کردار د بدلولو په لټه کښې وي. ایران د ځینو عربو هیوادونو په شان خپل ژوند د امریکې د ملاتړ په برکت نه ګڼي بلکې د ایران اغیزشیندونکی نفوذ او قدرت ولسي جرړه لري.
له ترهګرۍ د ایران د ملاتړ او په لویدیځه آسیا کښې د دې هیواد خرابونکی رول په هکله د امریکې د خارجه وزیر چټي ادعاوې او د ډنمارک د حکومت له ادعاؤ سره یې ملګرتیا په سیمه کښې د امریکې د سیاستونو له ماتې او هم له هغه رول سره معنالرونکی تړاؤ لري چې د عربستان په شان هیوادونو لپاره یې تعریف کړی دی. د عربستان لوشل په دې سبب چې خپل موجودیت د امریکې د سیاسي او پوځي ملاتړونو پامته داره ګڼي د سعودي رژیم لپاره یو تعریف شوی رول دی د یو پيئلي رژیم په توګه د هغه د سپکاوي نښه ده. د دې رول په چوکاټ کښې د ترهګرو د روزونکو او د دې ښکارندې د قرباني کسانو ځاې بدلیږي.
دنیا ګواه ده چې عربستان په سیمه او نړۍ کښې د ترهګرۍ سرچینه ده خو امریکې د عربستان لپاره د تعریف شوي رول په اساس خپل بهرنی سیاست د ترهګرۍ د ملاتړو په ګټه نیلام کړی دی.
په دې لړ کښې (دي بوسټن ګلوب)  امریکايي ورځپاڼې په دې وروستیو کښې د ترهګرۍ په وړاندې د واشنګټن په دوه ډوله سیاستونو باندې په نیوکې سره ولیکل: د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې ټول تحقیقات ښودنه کوي چې د القاعدې، طالبانو، داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره خرچ شوې پیسې عربستان برابروي. دغې  امریکايي ورځپاڼې په دوام کښې له ترهګرۍ څخه د ایران د ملاتړ په هکله د امریکې او د هغې د ځینو غربي او عربي ملاتړو تور لګونو ته په اشارې سره لیکلي دي: د ترهګرۍ په ملاتړ باندې د ایران د تورنولو یوازنی لاره دا ده چې دغه ښکارنده د امریکې له قدرت سره د مخالفت په معنا تعریف شي ځکه چې د ایران یوازنی ګناه همدغه ده.
د امریکې د کنټاکي ایالت ريپبلیکن سنیټر رینډ پال هم په دې وروستیو کښې د سعودي عربستان په بد کړچار باندې په نیوکې سره دغه هیواد د ترهګرۍ اصلي ملاتړی وباله او ویې ویل: امریکا نوره نو د عربستان په بد سلوک باندې سترګې نه شي پټولی، سعودیان د یمن په جنګ کښې لاس لري چې لسګونه زره بیګناه انسانان یې وژلي دي.
دا حقیقتونه به چې د نړۍ د هر ګوټ خلک پرې خبر دي، د مایک پمپئو په شان کسانو لخوا له ایرانه د ویرونې او د ایران دښمنۍ په طرحې سره به هیڅ بدلون ونه کړي. نن سبا ټولو ته ثابته شوې ده چې په لویدیځه آسیا کښې د امریکې او سعودي عربستان اوسني سیاستونه د امنیت لپاره یو ګواښ دی چې د فلسطین او یمن د بیګنان انسانانو د ژوند لپاره د هیڅ ارزښت قائل نه دي.
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i78003
captcha