د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، په کابل ښار کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو. دغه چاودنه د کابل ښار د دویمې امنیتی حوزې اړوند کابل ښاروالۍ او استقلال لېسې ته نېږدې شوې.دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د غزنی او اروزګان ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو د اوسېدونکو لاریونونه هم وشول، او دوی له حکومته د غزنی په جاغوری او مالستان او د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
وروستی رارسیدلی راپورونه وایی چی په دغه ځان وژونکی حمله کی ۶ کسان مړه او ۲۰ ژوبل شوی دی . ویل کیږی چی ځان وژونکی کس په کابل کی په مظاهرچیانو د حملې نیت درلوده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78087