د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګیاني وويل د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالې لپاره د داعش ترهه ګرې ډلې د نظامې کمیسون مشر او په. دغه ولسوالې کښې د یادې ډلې بنسټ ایښودونکی عبدالخالق چې په عمر مشهور ؤ له یو بل ترهه ګر سره تیره شپه په هغه توغنده یز بریدکښې ووژل شو چې د دغه ډلې د پټېدو په ځاے تر سره شو خو عینې شاهدان وائي نوموړے له خپلو دوه وسله والو ساتونکو سره وژل شوےدے.د هسکې مینې په ولسوالۍ کښې د داعش ډلې ظهور له پيله تر دا مهاله د عبدالخالق پلار او درې وروڼه او څوتنه نزدې خپلوان له طالبانو سره په وسله والو نښتو او هوائۍ او زمکنیو بریدونو کښې وژل شوي دي چې نوموړې د خپلې کورنۍ وروستی غړے و او په داسې حال کښې ووژل شو چې د خپلې کورنې عړی میرمنې او کوچنیان یې د ډيورنډ پولې پورې غاړه د تیره یوې خوندې سیمې ته لیږلي وو داعش تکفيري ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلې خو د عبدالخالق وژل کیدل د دغه ډلې لپاره یو دروند ګوزار ګڼل کیږې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78067