IQNA

23:16 - November 19, 2018
د خبر لمبر: 3481678
نړیواله ډله: د اسلام د قدرمن پېغمبر خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) د ولادت د کليزې په شاندارو ورځو کښې شتون لروو. سني مسلمان وروڼه د ربيع الاول يا وړومبۍ خور د مياشتې دولسمه نېټه او شيعه مسلمان وروڼه د همدې مياشتې اولسمه نېټه د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت کليزه بولي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، کلونه کلونه مخکې د ايران د اسلامي انقلاب ارواښاد ستر رهبر امام خميني (رح) چې خپله په اسلامي دنيا کښې د مسلمانانو د وحدت او يووالي اعلانونکے او دعوت کونکے ؤ له دې مسئلې څخه د اسلامي فرقو ترمېنځ د يووالي او نزدېکت لپاره استفاده وکړه او د دغو دواړو نېټو ترمېنځ فاصله يې د وحدت هفته اعلان کړه. د دغه نوم په ورکولو سره  دغه ورځې د اسلامي امت د يووالي او پېوستون د مضبوطېدو لپاره په يو فرصت بدلې شوې دي.د بشريت ترمېنځ د يوې سترې هستۍ له شتون څخه پېړۍ پېړۍ تېريږي؛ خو هرکله چې د هغې هستې د نوم او خوئي او خصلت په اړه خبره کيږي نو د انسان مخې ته يوه نوې دريڅه خلاصيږي.
مونږ دلته د خداے د ګران رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) خبره کوو.هغه حضرت تر ټولو وروستي او ترټولو لوړ الهي تعليمات بشريت ته وړاندې کړل او اسلام يې د ټولو زمانو او نسلونو لپاره د غوره دين په توګه معرفي کړ. د تاريخي شواهدو له مخې د دعوت په ابتدائي مراحلو کښې او حتی د هغه حضرت د ژوند په ټولو کلونو کښې هغه څه چې اسلام ته د خلقو د زړونو د جلبېدو سبب شول، د پېغمبراکرم (ص) ډېر ښه اخلاق، ورين تندے او نرم خوئي ؤ. خلقو ورسره د زړۀ له کومې مينه کوله او له بعثت نه کلونه کلونه مخکې ورته د امانتدارۍ او نېکوکارۍ په وجه د امين لقب ورکړے شوے ؤ.
له دې امله چې پېغبران عليهم السلام د عالمينو له خداے سره ژور ارتباط لري او د هغۀ پېغام ترلاسه کوي، په ضروري موقعو د خپل رسالت د ثابتولو لپاره د دليل او منطق ترڅنګه له معجزې هم استفاده کوي. معجزه هغه څه ته وائي چې د خداے پاک په حکم او د يو پېغمبر په ذريعې سره عملي کيږي.ټولو الهي پېغمبرانو عليهم السلام د خپلې زمانې حالاتو ته په پام سره معجزې لرلې دي. په قرآن مجيد کښې د حضرت موسی (ع) او حضرت عيسی (ع) په شان له تېرو پېغمبرانو عليهم السلام څخه په لسګونو معجزو ته اشاره شوې او د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) په مختلفو موقعوکښې له ځانه د مخکې پېغمبرانو عليهم السلام د معجزو په حقله خبرې کړې دي. له دغو څخه هر يو پېغمبر د زمان او مکان د حالاتو په مناسبت سره د خپل نبوت د ثابتولو لپاره داسې يوه معجزه چې نور يې له راوړلو عاجز او ناتوان وو وړاندې کړه. خو د وخت په تېرېدو او بدلېدو سره هغو معجزو خپل موضوعيت له لاسه ورکړ، ځکه چې له هم هغو وختونو سره يې تعلق لرۀ. څرګنده ده چې حضرت محمد (ص) هم د خداے د وروستي رسول (ص) په توګه ګڼ شمېر معجزې لرلې دي. قرآن مجيد د حضرت محمد (ص) د نبوت او د هغه حضرت د دين په حقانيت باندې يو ډېر مهم دليل دے.  هغه حېرانونکے کتاب چې له الهي تعليماتو او حقائقو ډک دے. قرآن تل پاتې او همېشنے کتاب دے. يوه داسې معجزه ده چې په دائمي توګه د انسانانو په اختيار کښې شتون لري، مکاني او زماني محدوديت نه لري او ليکنې يې تل نوې او تازه دي. د  ژوند د تېرولو ترټولو لوړ پروګرام لري او  ډېرې غوره او سمې لارې ته خلق هدايتوي. قرآن د خداے پاک  زړۀ راکښکونکے او روښانه کلام  دے او هيڅوک د هغه په شان خبره او کلام نه شي راوړلې.
د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د الهي وحي لرونکے ؤ او قرآن مجيد يې د انسانانو د نجات او کاميابۍ لپاره په ډالۍ کښې راوړۀ. په دغه الهي کتاب کښې د خداے د  ګران  رسول (ص( زيات فضائل بيان شوي دي. قرآن د پېغمبراکرم (ص) دين ترټولو برتر الهي دين بيانوي او يادونه کوي چې د داسې يو دين راوړونکے ډېر زيات او بې مثاله ارزښت او عظمت لري. لکه د سورۀ فتح په ۲۸ آيت کښې فرمائي:« هغه ذات دے چې خپل پېغمبر يې د هدايت له کتاب او حق دين سره ولېږۀ چې په ټولو دينونو باندې د دغه دين حقانيت برتر او کامياب وګرځوي او خداے په دې باندې د ګواهۍ لپاره کافي دے.»
قرآن همدارنګ دغه ټکي ته اشاره کوي چې که څه هم د الهي مشيت په بنياد د نبوت نعمت د هغه د درګاه د غوره کسانو له يوې ډلې سره مختص شوے دے خو دا په دې معنا نه دے چې انبياء عليهم السلام د فضائلو له نظره په يو شان سطح کښې شتون لري، قران مجيد دې ټکي ته اشاره کړې او د سورۀ بقرې په ۲۵۳ آيت کښې فرمائي: «تِلْکَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ...»،«له هغو رسولانو  څخه مو ځينو ته  په ځينو نورو باندې برتري ورکړه..»   د قرآن مجيد د آيتونو په بنياد داسې استنباط کيږي چې د وحي او آسماني کتاب د حاصلولو او له ګناه او خطا څخه د محفوظ والي او د معجزې لرلو په شان د الوالعزم پېغمبرانو له ګډو فضائلو نه علاوه د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) يو لړ خاص او ځانګړي فضائل لري چې بل هيڅ يو پېغمبر نه دي لرلي او دا چاره د اسلام له عاليقدر پېغمبر (ص) سره اختصاص لري تر دې چې د سورۀ حجر په ۷۲  آيت کښې د هغه حضرت د لوړ مقام د ښودلو لپاره د هغه په ځان او ذات باندې قسم خوري. او د سورۀ حجرات په ۲ آيت کښې له مسلمانانو غواړي چې حتی په انفرادي چلندونو کښې د هغه د حريم خيال وساتي او د هغه حضرت په وړاندې خپل غږونه اوچت نه کړي.
په قرآن کښې د پېغمبراکرم (ص) يو بل خصوصيت دا دے چې د هغه حضرت وجود مبارک له الهي آسماني عذاب څخه د خلقو حفاظت  کونکے دے. خداے پاک د پېغمبراکرم (ص) په معرفي کولو کښې د سورۀ انفال په ۳۳ آيت کښې فرمائي: «وَ ما کانَ اللَّهُ لِيعَذِّبَهُمْ وَ أَنْتَ فيهِمْ» «خو (اے پېغمبره!) چې ترڅو ته په دوي کښې موجود يې خداے به دوي سزا نه کړي.» دا چاره د دې ښودنه کوي چې د پېغمبراکر (ص) وجود مبارک له عذابه د حفاظت کونکے دے  لکه چې له هغه حضرت نه په نقل شوي يو روايت کښې راغلي دي: « زما امت به د تېرو امتونو په شان سزا او عذاب نه شي چې د لوط قوم يا نورو قومونو په شان ورباندې آسماني عذاب  نازل شي.»
خداے پاک د پېغمبراکرم (ص) لپاره يو لړ خصوصيتونه بيان کړي دي منجمله دا چې هغه حضرت د خلقو له جنس او مېنځ څخه راپاڅېدلے دے او د هغو له درد او رنځه خبر دے ځکه چې خپله يې په ژوند کښې ډېرې سختۍ زغملي دي نو ځکه د هغوي له درد او رنځ سره آشنا دے او له خلقو جدا نه دے. خداے پاک د سورۀ توبه په ۱۲۸ آيت کښې فرمائي:
«لَقَدْ جَاءکُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِکُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْکُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ »، « په قطعي توګه ستاسو لپاره خپله له تاسو څخه يو پېغمبر راغےچې د هغه لپاره ډېره سخته ده چې تاسو په رنځ او تکليف کښې راشئ ، ستاسو (هدايت ته) ډېر حرص لري او د مومنانو په حق کښې ډېر زړۀ سواندے او مهربان دے.»
يو کس له حضرت علي (ع) وغوښتل چې د خداے د ګران رسول (ص) اخلاق بيان کړي، هغه حضرت وفرمايل: آيا تۀ د دنيا نعمتونه شمېرلې شې؟ هغه کس وويل: څنګه د دنيا ټول نعمتونه وشمېرم په داسې حال کښې چې خداے پاک فرمايلي دي چې که وغواړئ د خداے نعمتونه وشمېر نو شمېرل به يې تمام نه کړې شئ، امام علي (ع) هغه کس ته وفرمايل: خداے پاک په قرآن مجيد کښې د دنيا نمعتونه ډېر کم ګڼلي دي، خو د پېغمبراکرم (ص) په توصيف کښې فرمائي: «ته د ډېر عظيم خُلق او خوئي خاوند يې» هر کله چې ته د دې ډېر کم څيز (يعنې د دنيا د نمعتونو)  له شمېرلو عاجز يې نو زۀ څه ډول د خداے د ګران رسول (ص) د اخلاقي خصوصيتونو په شان ستره چاره وشمارم؟ له دې هر څه سره پوه شه چې مکارم اخلاق د پېغمبراکرم (ص) په ذريعې سره کمال ته ورسېدل لکه هغه حضرت خپله فرمائي: زۀ مبعوث کړې شوم چې مکارم اخلاق تکميل کړم.
د سورۀ انبيا په ۱۰۷ آيت کښې لولو: «وَمَا أَرْسَلْنَاکَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»؛
پېغمبر د نړيوالو او ټولو انسانانو لپاره د رحمت ذريعه دے، ځکه چې هغه د داسې دين نشرول په غاړه واخېست چې ټولو ته نجات ورکونکے دے. اوس که له هغوي څخه يوې ډلې استفاده ونکړه او ځان يې ترې محروم کړ نو د رحمت په عمومي والي څه تاثير نه کوي. د خداے ګران رسول (ص) لکه د روښانه نمر په شان دے چې ټولو ته د سعادت د لارې ښودنه کوي.
د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) معراج هغه روحاني سفر دے چې قرآن مجيد يې بيانوي او تائيدوي يې. قرآن مجيد د دغه سفر مقصد پېغمبرعظيم الشان (ص) ته د خلقت د عالم د نښونښانو او عجائبو ښودل بولي چې هغه حضرت د هستۍ د عوالمو له درک او مشاهدې وروسته بشريت ته د سعادت او نېکمرغۍ لارې وښئ. په سورۀ نجم کښې هم خداے پاک په يو ظريف شکل کښې د پېغمبراکرم (ص) حقانيت تايئدوي او فرمائي: «په هغه ستوري قسم چې کله ډوبيږي چې ستاسو دوست (يعنې محمد ص) منحرف شوے نه دے او مقصد يې نه دے ورک کړے او هيڅکله د نفساني خواهشاتو له مخې خبره نه کوي (د سورۀ نجم وړومبي آيتونه) .... او بل ځاے کښې فرمائي: آيا له هغه سره د هغه څه په باره کښې چې مو ليدلي دي مجادله کوئ؟» (۱۲ آيت)
بې له شکه د خداے د ګران رسول (ص) سيرت او ګفتار د يو لوړ ژوند تېرولو لپاره رغانده بېلګه او نمونه ده او هر څوک چې د نېکمرغۍ او کاميابۍ حاصلول غواړي نو پکار دي دغه همېشني سرمشق ته دې وګوري او د هغه پېروي دې وکړي. خداے پاک د سورۀ احزاب په ۴۶ آيت کښې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) په «سراجاً منيراً» معرفي کوي. يعني بَل او رڼا بخښونکے څراغ/ روښانه څراغ که يې څوک غواړي او که نه غواړي هر ځاے چې وي خپل چاپېريال روښانه کوي. د خداے ګران پېغمبر (ص) چې هرځاے کښې ؤ که په لاره کښې ؤ که جومات کښې ؤ او که په کور کښې ؤ په خپلو اخلاقو، کردار، د عمل په کېفيت، د چلند په ډول او علم او حکمت سره فضاء روښانه کوله او د ظلمت او جهالت پردې يې شلولې. د حضرت محمد (ص) ځلانده نور چې څنګه په خپله زمانه کښې د فکر د خاوندانو زړونه تسخير کړل، اوس هم ځلانده دے او دا هر څه له دې امله دي چې د پېغمبراکرم (ص) ټول حرکات او الفاظ او ګفتار په بشپړه توګه د خداے لپاره او د هغه ذات په خدمت کښې وو.
په آخر کښې خپل ترټولو غوره درود او سلام د خداے د ګران رسول (ص) پاک او مطهر روح ته وړاندې کوو، هم هغه شان چې خداے پاک او د هغه فرښتې پرې درود وائي.
«إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِکَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِیِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا»
«خداے او د هغه فرښتې په پېغمبر درود ليږي؛ اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دےپه هغۀ باندې درود ولېږئ او سلام ووائئ،او (د هغه فرمان ته)  بشپړه تسليم شئ.»
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78260
د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: