IQNA

ایران د سوریې د کړکیچ په هواري کښې د سیاسي حل لارې ملاتړ کوي

23:50 - November 20, 2018
د خبر لمبر: 3481681
نړیواله ډله: د ایران خارجه وزیر وویل: تهران د سوریې د کړکیچ په هواري کښې د سیاسي حل لارې د تعقیبولو ملاتړ کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، محمد جواد ظریف د فرانسې فیګارو ورځپاڼې ته په مرکه کښې د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره شویو هلوځلو ته په اشارې سره زیاته کړه: په ایران تور لګیدلی چې په پوځي اقداماتو سره یې سوریه کړکیجنه کړې ده خو په حقیقت کښې هر څه اپوټه دي، ایران په سوریې کښې په نویو انتخاباتو سره د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی چې په لړ کښې یې د کډوالو په شمول ټول سوریاوال په آزاده توګه خپلې لیدتوګې بیان کړی شي.هغه ټینګار وکړ چې ایران، روسیه او ترکیه په سوریې کښې د اوربند ضمانت ورکونکي دي.
د ایران خارجه وزیر همداشان وویل: روسیه د ایران ډیره ښه سیاسي او سوداګري شریکه ده او د ایران د اسلامي جمهوریت په حالاتو پوهیږي ځکه چې دغه هیواد خپله هم د امریکې د بندیزونو قرباني شوی دی.
ظریف څرګنده کړه: امریکا کوشش کوي چې د ایران له ګاونډي هیوادونو وغواړي د ایران اسلامي جمهوریت بایکاټ کړي خو دا کارونه یې هیڅ ګټه نه لري.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78289
captcha