IQNA

اسلام آباد په افغانستان کښې د امریکې د ماتو ذمه وار نه دی

23:52 - November 20, 2018
د خبر لمبر: 3481682
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزیر له ترهګرۍ د اسلام آباد د ملاتړ په هکله د امریکې د ولسمشر د ادعا په ردولو سره وویل: پاکستان نه یوازې په افغانستان کښې د واشنګټن د ماتې مسئول نه دی بلکې د دغه هیواد په صلحه کښې د مثبت رول لپاره د هلوځلو وړومبنی ملګری پاتې شوی دی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د ډونلډ ټرمپ د پرونیو څرګندونو په ځواب کښې وویل چې نړیواله ټولنه د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان په مثبت رول خبر ده او د پاکستان خلاف د امریکې د ولسمشر غرضي څرګندونې حقیقت نه شي بدلولی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: که پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د امریکې مرسته او ملګرتیا نه وی کړې نو واشنګټن به په افغانستان کښې لازیات تلفات لرلي وو.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم پرون د خپل هیواد خلاف د امریکې د ولسمشر په څرګندونو باندې په نیوکې سره ویلي وو: ښه به دا وي چې امریکا د پاکستان د تورنولو پر ځاې په افغانستان کښې خپله ماتې ومني.
ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ فاکس نیوز ټي وي چینل ته په مرکه کښې وویل: له پاکستان سره د امریکې د مرستو سره سره دغه هیواد په افغانستان کښې د واشنګټن لپاره (کوم خاص کار) نه دی کړی.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i78295
captcha