IQNA

د کابل د ننني ځانمرګي بريد په اړه وروستي مالومات

23:55 - November 20, 2018
د خبر لمبر: 3481683
نړیواله ډله: د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې د نننی ځانمرګي له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي پېښه په اورانوس هوټل کې رامنځته شوې ده.د عامې روغتیا وزارت چاواکي وايي په دغه برید کې شاخوا ۸۰ کسان ټپیان هم شوي دي. خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي، د برید له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په هوټل کې یې د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت یوه دیني غونډه روانه وه.تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78298
captcha