د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، المنار ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفیس (Martin Griffiths)د دغه هیواد دلوړې سیاسی شورا له مشر مهدی المشاط سره په کتنې کښې د سولې دخبرو اترو او د وروستیو بدلونونو په اړه سلامشوره وکړه .
د یمن په چاروکښې د ملګروملتونو استازی مارټین ګریفیتس د لوړې سیاسی شورا له مشر مهدی المشاط سره په کتنې کښې الحدیده بندرته د بشر دوستانه مرستو د استولو د مخنیوی او د صنعا دنړیوال هوایی ډګر په شمول دیمن د ټولو هوایی ډګرونو او بندرونو د بیرته خلاصیدا دضرورت په هکله بحث او خبرې وکړې .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی هم پرون د ملګروملتونو له استازی مارټین ګریفیتس سره دخلکو د مشکلاتو او د مسائیلو د زیاتیدا په اړه چې د سعودی عربستان دائتلاف د تیریو په علت زیات شوی دی خبرې وکړې .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78383