IQNA

دوه کشمیریان د هندي پوځیانو په ډزو کښې ووژل شول

23:57 - November 29, 2018
د خبر لمبر: 3481720
نړیواله ډله: د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې په خلکو باندې د هندي پوځیانو په ډزو کښې دوه کشمیریان ووژل شول.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دغه دوه کشمیریان نن سهار د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پُلواما سیمه کښې له هندي پوځیانو سره په نښته کښې ووژل شول.د هندوستان پوځ ویلي چې دغه وژل شوي کشمیریان د حزب المجاهدین غړي دي.
په تیرو دوویشتو ورځو کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې هندي پوځیانو ۲۲ کشمیریان وژلي دي.
د یادو ځپنو او وژلو په ځواب کښې د کشمیر خلکو هم پراخې مظاهرې کړې دي. هغوي د کشمیریانو خلاف د هندوستان د امنیتي ځواکونو د بریدونو په غندلو سره له خپلې سیمې د هندي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.
http://parstoday.com/ps/news/world-i78531
captcha