IQNA

ملګرو ملتو په میانمار کښې د روهینګیا کډوالو په کمپونو کښې له کړکیچنو حالاتو اندیښنه ښودلې

23:41 - December 08, 2018
د خبر لمبر: 3481741
نړیواله ډله: ملګرو ملتو د روهینګیا قام د هغو کډوالو له کړکیچنو حالاتو اندیښنه څرګنده کړې چې د میانمار کیمپونو ته ستانه کړی شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، ملګرو ملتو د روهینګیا قام د هغو کډوالو له کړکیچنو حالاتو اندیښنه څرګنده کړې چې د میانمار کیمپونو ته ستانه کړی شوي دي.د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس پرون وویل: روهینګیايي مسلمانان چې د میانمار له کمپونو د تیښتې لپاره یې سلګونه ډالر لګولي وو، اوس چې کشتۍ یې نیول شوې او کیمپونو ته ستانه شوي دي، تش لاسي او اړمن شوي دي.
د ملګرو ملتو د کډوالو آژانس ټینګار وکړ: دا کډوال د خوړو لپاره هیڅ نه لري او ملایشیا یا انډونیشیا ته د تلو په هیله قاچاقچیانو ته ورکړې خپلې پیسې بیرته نه شي اخیستې.
خبر زیاتوي چې خبریالان هم د حکومتي ځواکونو له شتون پرته د روهینګیايي کډوالو کیمپ ته د ننوتو اجازه نه لري.
http://parstoday.com/ps/news/world-i78752
captcha