IQNA

د استامبول د کنفرانس په ورستې بیانیه کښې د «پېړۍ تړون»  سره مخالفت

22:22 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481779
نړیواله ډله: په استامبول کښې د «د قدس لپاره د غونډې غړې» انجمن په دویم نړیواله کنفرانس کښې له ګډون کوونکو نه د «پېړۍ تړون» مخالفت سره له ګډون کوونکو نه غوښتنه وکړه چې له نړیواله سازمانونو نه غوښتنه وکړې او د الاقصی جومات لپاره ضروري حمایت ترلاسه کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی عربی خبرونو نه په نقل، د دغه دوه ورځه کنفرانس په ورستې بیانیه کښې چې په استامبول کښې پیل شو، د اسلامی همکارۍ سازمان، د قدس کمېټۍ او د یونسکو سازمان نه غوښتنه وشوه چې د قدس، د الاقصی جومات او له ټولو فلسطینو نه د لازم حمایت لپاره اقدامات وکړي.
دې انجمن همدارنګه له فلسطین ملي سولې په ډګر کښې خپل رول پیل کولو لپاره د خپلې تیارۍ خبر ورکړو.
د دې کنفرانس په ورستو بیانیه کښې، ګډون کوونکو اعلان کړې چې د فلسطین د خلکو سره هغوي ته د هغې حق ورکولو لپاره ولاړ دې او د فلسطین له جغرافیایي او تاریخي آثارو له منځه وړلو مخنیوي لپاره پارلمانی مقابلو نه حمایت کوې.
دا کنفرانس، د ګډون کوونکو ته د دې انجمن پارلمانی غړو د نړۍ له ټولو هیوادونو زیاتوالي، د سیمې او نړیواله سطح باندې د صهیونیستو اقدامات څرګند کولو لپاره د پارلمان غړو رول فعال کولو او د فلسطین د ملت د حقوقو او پارلمانی حمایت لپاره د کلتوری سيمینارو زیات نه زیات پیل کولو دعوت ورکړو.
د دې کنفرانس په ورستو بیانیه کښې همدارنګه د «پېړۍ تړون» پروګرام او قدس ته د امریکا سفارت منتقل کول په کلکه محکوم کړو، او د نړیواله ټولنې نه یی غوښته وکړه چې د غزه پولې محاصره او انساني مصیبت تر پایی رسولو لپاره په جدی توګه هڅه وکړي.
دا کنفرانس د ۷۴ هیوادونو نه له ۶۰۰ ګډون کوونکو شرکت سره د جمعې او شنبه په ورځ په استامبول کښې پیل شو او رجب اردوغان د ترکې ولسمشر د دې کنفرانس پرانیستا کړې وه.
http://iqna.ir/fa/news/3772724
captcha