د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان په شمالي ولایت بدخشان کښې د طالب ډلې په یوه ناسته کښې چاودنه شوې ده.د افغانستان طلوع نیوز خبر ورکړی چې دغه چاودنه نن مازیګر په شمالي ولایت بدخشان کښې د طالب ډلې د مشرانو د غونډې د ترسره کیدو په وخت شوې ده.
په دې چاودنه کښې د ازبکستان د حرکت اسلامي ترهګرې ډلې یو جګ پوړی غړی وژل شوی دی.
په بدخشان کښې د رامینځته شوې دې پيښې په هکله نور جزئیات لا نه دي ترلاسه شوي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79025