IQNA

12:05 - December 25, 2018
د خبر لمبر: 3481806
نړیواله ډله: د حضرت مریم سلام الله علیها د زوی چې په قرآن کریم کښې د (روح الله) په نامه یاده شوی، په اړه ایکنا تاسو ټولو ته د زوکړې د کلیزې مبارکي وايي.
د ایکنا راپور له مخې، نن د سه شنبه(ګل) ورځ  د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د حضرت عیسی روح الله علیه السلام د نیمکرغه زوکړې له کلیزې سره سمون لرې. حضرت عیسی علیه السلام چې په قرآن کریم کښې د (روح الله) په نامه یاد شوی، د حضرت مریم(س) زوی دی. عیسایان د دخدای تعالی جل جلاله د یو ستر او قدرمن پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې د کلیزې په ورځ ځانګړي مراسم ترسره کوي چې پخپلو کورونو کښې د سروې د شنې ونې یا د هغې د ماډل لګول پکښې یو ډیر مشهور رسم دی. که څه هم مسیحیان د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې د نیټې په سر د نظر اختلاف لري خو په هغو ټولو هیوادونو کښې چې میلادي کال پکښې چلیږي، نوی کال د جنورۍ د میاشتې له وړومبنۍ نیټې څخه پیلیږي.موږ د حضرت عیسی علیه السلام ټولو پيراوانو او مینه والو ته د هغه د زوکړې د کلیزې مبارکي وايي.

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: