IQNA

د جاپان په تلویزون کښې اسلامی مانګا (کارټون)

13:28 - December 26, 2018
د خبر لمبر: 3481807
نړیواله ډله: د یو راپور د اسلامی مانګا (کارټون) موضوع سره د اسلامی مانګا (کارټون) نړیواله کنفرانس پيل کولو راپور چې په ټوکیو کښې د ایران کلتوری سازمان همت سره پیل کېږي را منځ ته کړې او د جاپان له ملي ټلوېزیون(این- اچ- کی) خپور شو.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان نه په نقل، د اسلامی مانګا(انیمیشن کارټون) نړیواله کنفرانس پيل کول په جاپان کښې د اسلامی کلتوری سازمان له اړخه او په دغه هیواد کښې د ایران سفارت، د مانګا مسلم موسسه او د ایران کور همکارۍ سره پيل شو او د دغه هیواد ځنې ورځپاڼو او رسنیو لکه د آساهی ورځپاڼه او همدارنګه مجازی چینلو له اړخه په پراخه توګه خپور شوي.
په ادامه کښې د جاپان رسنیو د اسلامی مانګا نړیواله کنفرانس راپور او خبرونه، مستند او پروګرامونه د سیمینار د پیل کېدو په وخت له جاپان ملي ټلوېزیون(ان اچ کی) نه په نقل سره، د اسلامی مانګا موضوع سره په ځانګړې توګه خپور کړل.
د دغه ټلوېزیون چینل له اړخه د نوې مستند پيل کولو سره د دغه کنفرانس ځنې برخې هم خپور کړي، د دغه کنفرانس پیل کولو چارواکی او د مسلم مانګا موسس په بېله توګه مرکه او د دغه پروګرام ترمنځه په اړه، د اسلامی مانګا سره تړلې فعالیتونو ځانګړې مستند هم خپور شو.
د اسلامی مانګا نړیواله لومړۍ کنفرانس د جاپان مینه والو، په دغه ډګر کښې فعالیت لرونکو، شخصیتو او نړیواله پوهاندو او د رسنیو ملګرو شتون سره د دې کال د آبان میاشتې په ۱۹ باندې په دغه هیواد کښې پيل شو.
جاپان، ایران، فیلیپین، آمریکا، جرمنی، مالزی او اندونزی هیوادونو نه هنرمندو په دغه نندارتون کښې خپل آثار وړاندې کړي وو چې په څو برخو کښې تقریر، ورکشاپ، نندارتون، مرکه، کنفرانس او د پوښتنې او ځوابونه غونډې په شکل کښې وړاندې شو.
د مقابلو په برخه کښې د «تنوع په یووالی کښې» عنوان سره د ژاپن، آمریکا، ایران، فیلیپین، بنګلادش او ګواتمالا هیوادونو داورانو شتون سره ګټونکې وټاکلې شو چې دغه ګټونکو کښې لومړۍ مقام ترلاسه کوونکې مرضیه میثمي آزاد او یګانه مقدم له ایران نه، دویم مقام له مالیزیا نه کلا او دریم مقام د اخیار او مور له مالیزیا نه ترلاسه کړو.
وایئ؛ انیمیشن یا «アニメ» یا لنډ شوې د انګلیسې ژبې « animation» تورې دی دې بدلون سره چې انیمیشن په جاپان کښې مانګا(خپرېدونکې کارټون) ته وایي.
د مانګا ځانګړې شخصیت یو کارټوني شخصیت دی چې ځانګړې صفات لرونکې دی چې له نور کاریکټرو سره مختلف دی، لکه د بدن اندامونو چې زیات په کښې غټو سترګو، خوله او وړه پوزه لیدلې کېږي او همدارنګه رنګ رنګ وېښته چې غیر طبیعي دي لري.
http://iqna.ir/fa/news/3774850
captcha