IQNA

د کراچۍ په قرآنی مراسم کښې د شیعه او سني عالمانو را غونډېدل

10:28 - December 27, 2018
د خبر لمبر: 3481809
نړیواله ډله: د قرآن کریم ښکلې تلاوت مقابلې د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ایران کلتوری سازمان په همت سره پيل شو او په دغه مراسمو کښې د عالمانو شیعه او سني شتون سره له ګټونکې کسانو لمانځنه وشوه.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان نه په نقل، د قرآن کریم د ښکلې تلاوت مقابلې د محمد رضا باقري، په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان مشر، د شاه فیروز الدین رحماني او مقبول احمد له اهل سنتو مشهور عالمان، حجت الاسلام محمد صادق جعفري، د کراچۍ د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر، زاهد لطیف په کراچۍ کښې د منهاج القرآن قرآنی علمونو روزنو موسسې مشر، د منهاج القرآن روزنې موسسې مشر محمد طیب، د قرآن کریم دوه فعال او مشهور داوران حافظ رحمت الله او امتیاز علی شتون سره پيل شو.
مولانا شاه فیروز الدین رحماني په خپل تقریر کښې وویل: د نړۍ مسلمانانو په پېړو کښې د دښمنانو دسیسو، ډله ډلبندۍ او د بېلابېلو شخړو سره مخامخ وو تر دې چي الله د حضرت امام خمیني په شکل کښې د دې پېړۍ مسلمان امت خپل ستر نعمت عطاء کړو چې نه ستړې کېدونکې هڅو سره یی د شیعه او اهل سنتو اختلاف تر ډېره ختم کړو.
د اهل سنتو دې عالم زیاته کړه: قرآنی مقابلې، نندارتون او علمي کنفرانسونه، څېړنې او دارنګه نور مهمه کلتوری او دینی پروګرامونه چې په کراچۍ کښې د جمهوری اسلامی ایران کلتوری سازمان له اړخه پيل کېږي د امام خمیني د معنوي او فکري مجاهدت ادامه ده.
هغه د قرآن کریم معنوي میوې او برکاتو ته اشارې سره وویل: د مسلمان امت په هر وخت او هره سیمه کښې د نجات او د کامیابي یواځې یوه نسخه، قرآن کریم او د دینی، آخرت او اصل دین، د الله له ویناوو اطاعت او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د سیرت الګو ګرځول دی.
باقري، د ایران کلتوری سازمان مشر قرآن کریم له آیتونو د قرآنی علمونو څخه ګټه پورته کول او فضایلو، د معصوم امامانو علیهم السلام او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله حدیثونو په اړه خپل مطالب وړاندې کړل.
د مراسمو په ادامه کښې محمد سعد بن رحمت الله له قمرالاسلام علمیه حوزې، محمد عمر بن محمد شریف له همدغه علمیه حوزې او عارف حسین له امام خمیني پوهنتون علمیه حوزې د قرآن کریم د ښکلې تلاوت په مقابلو کښې مقامات ترلاسه کړل.
http://iqna.ir/fa/news/3774772
captcha