د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د شفقنا خبری آژانس له قوله راپورراکړ د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفرډ د افغانستان دکابل په بګرام هوائی ډګر کې امریکائی پوځیانو په ټول کې په راتلونکی کې له افغانستانه د نیمو امریکائی عسکرو د ویستلو په باب دګونګوسو په ردولو سره وئیلی دی ، په افغانستان کې د امریکائی عسکرو په ماموریّت کې هیڅ بدلون نه دی شوی او دهغوی ماموریت د پروګرام په اساس دوام لری . د امریکا وال سټریټ ژورنال خپرونې تیره جمعې ورځې د امریکا دپنټاګان د یوه لوړپوړی چارواکی له قوله وئیلی وو ، د دغه هیواد دولسمشر ډونالډ ټرمپ دفرمان په اساس، کابو اوه زره امریکائی عسکر په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستانه ویستل کیږی .
په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي دافغانستان پروان ولایت چارواکو بیګا وئيلي دي ، وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې دامریکائي عسکرو پر مرکز بریدک ړی ، چې د خبر ترمخابیره کیداپورې ئې داحتمالي مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئيل شوی .، حال دا چې طالبان مدعي دي ، په دغې حملې کې ئې یو شمیر امریکائي عسکر مړه او ژوبل کړی دي . طالبانو دسه شنبې په ورځې هم په هلمند ولایت کې داوو امریکائي عسکرو د وژلو ادعا کړې وه .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79221