IQNA

په قرآن کریم کښې د کورنۍ قوانین د هند له کانګریس غړې نه ستاینه

9:35 - December 30, 2018
د خبر لمبر: 3481823
نړیواله ډله: د هند کانګریس غړې رانجیتا رانجن (Ranjeeta Ranjan) وایئ د قرآن مطالعه نه پوه شوم چې دا آسماني کتاب، د طلاق په هکله بهترین ښودنې او قانون لري.

د ایکنا راپور له مخې، له دهلی، د هند کانګریس غړې رانجیتا رانجن (Ranjeeta Ranjan) د هند له بیهار ولایت په سوپال (Supaul ) برخې نه وویل د قرآن کریم مطالعه سره پوه شوم چې په اسلام کښې د طلاق سره تړې قوانین د نړۍ بهترین قوانین دي.
هغه چې د دغه هیواد په کانګریس کښې د درې طلاق د بل مخنیوي په اړه یی خبرې کولې، زیاته کړه: ما د قرآن کریم مطالعه وکړه او دې کتاب ته د احترام قایل یم ځکه چې ډېر ښکلې قوانین د طلاق په اړه دې کښې شتون لرې.
رانجن وویل: زه په قرآن افتخار کوم، د دې مقدس کتاب له نظره، ښځې د سړو په مقابله کښې د طلاق برابر حق لرې. په دې کتاب کښې ویلې شوې د دوه کسو اړیکې او د دوه کورنو باید څه رنګه وې، قرآن هڅه کوې په پنځه مرحلو کښې له طلاق نه مخنیوی وکړې، هیڅ قانون نشته چې د طلاق په اړه د قرآن کریم له مطلبونو نه زیات محکم وې.
رانجن د هند کانګریس غړو ته خطاب کښې زیاته کړه: تاسې په دې تاسو په دې وهم کښې یی چې مسلمانې ښځې به تاسو ته رایه درکړې ځکه چې د درې طلاق بندیز قانون تصویب کړي، هندوان په دېرو حالتو کښې د خپل دین او شرطونو خلاف چې تراوسه یی له خپلې لومړۍ ښځې طلاق نه وې اخیستلې او د بل واده اقدام کوي؛ ولې تاسو په دغه موضوع توجه نه کوي او یواځې مسلمانانو ته ګوري، که حکومت د مسلمانانو طلاق په اړه قوانین جوړولو ټینګار لري، نو باید د قرآنی اصول خپل کړې ځکه چې بهترین قوانین دی او اسلامی ټولنه به هغه په ښه توګه خپل کړي.
دا باید یادونه وشي څه موده مخکښې د هند ستر محاکمې د درې طلاقو حکم د مسلمانانو لپاره بند کړې او بي اعتبار ګڼلې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3776491
captcha