IQNA

ايران په هيڅ وجه د افغانستان په کورنيو مسائلو کښې لاسوهنه نه کوي

23:18 - January 04, 2019
د خبر لمبر: 3481829
نړیواله ډله: د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر مشر وويل: ايران په هيڅ وجه د افغانستان په کورنيو مسائلو کښې لاسوهنه نه کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي له اېسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ايران او طالبانو خبرو اترو ته په اشارې سره وويل، د افغانستان په شمول د ايران ګاونډي هېوادونه د کورني جنګ په شمول له يو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي او په افغانستان کښې ناامني ايران ته هم لمن غزولې شي.
واعظي دې ته په اشارې سره چې له طالبانو سره خبرې اترې د افغان حکومت په غږملتيا سره ترسره کيږي دا خبره په ګوته کړه، په سيمه کشې صلح او ثبات د ايران لپاره زيات اهميت لري له دې سره چې افغان حکومت د ايران او طالبانو له خبرو اترو خپله ناراضګي نه ده ښودلې.
هغه تاکيد وکړ، له خبرو اترو څخه د تهران مقصد په سيمه کښې د صلحې او امنيت ټينګول او د افغاني – افغاني د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د زمينې برابرول دي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي هم د تېر ګل په ورځ له کورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خبرو کښې وويل، کابل ته د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر علي شمخاني له وروستي او د افغانستان له لوړ رتبه چارواکو سره له کتنې نه پس د طالبانو يو پلاوي په تهران کښې د ايران د خارجه وزرات د سياسي مرستيال سيدعباس عراقچي په مشرۍ له ايراني پلاوي سره خبرې اترې وکړې.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i79437
captcha