د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، فارس خبری آژانس راپورورکړی ، د عربستان په ختیځ کې خبرو سرچینو وئیلی دی ، دسعودی عرب امنیتی مامورانو ددوشنبې په ورځې په درندو اوسپکو وسلو سره د القطیف ښار په الجش اوام الحمام کوڅو یرغل کړی او په دغې سیمې کې ئې په بې دردۍ سره پنځه کسان وژلی او دوه نور ئې هم ټپیان کړی دی .
راپور ښئ دغو مامورانو دوه نور کسان نیولی هم دی .په راپور کې وئیل شوی دعربستان امنیټی ځواک د زغرګاډو او سترو پوځی تجهیزاتو په ملاتړ سره د دغو سیمو څو کورونه هم په کنډوالو بدل کړی دی او د الجش او ام الحمام دوو سیمو ترمینځ ئې فصلونو او نورو کرهڼیزو مځکو ته اوورونه هم اچولی دی .
دعربستان القطیف ښار تل د آل سعود رژیم دمامورانو له حملو سره مخ دی ، تر دې دمه د دغې سیمې په لسګونو کسان ئې وژلی او دغه راز ئې په سلګونو مدنی اوسیاسی فعالان نیولی هم دی .
دسعودی عربستان ختیځی ولایتونه له ۲۰۱۱کال راهسې په بې عدالتیو او دشتمنیو په ناعادلانه ویشلو باندې داعتراض په دوام کې دآل سعود رژیم په ضد داعتراضونو ډ ګرونه دی او داسې کومه ورځ نشته چې په واټونو کې دآل سعود کورنۍ په خلاف شعارونه او اعتراضونه پورته نشی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79551