د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د فراه ولایت مسئولانو وویل: طالب ډلې د جاوید نوري په نوم یو سیمه ایز خبریال چې په یو مسافري ګاډي کښې روان و، له موټره کښته کړی او په ډزو یې وژلی دی.
د بې سرحده خبریالانو سازمان د طالبانو په لاس د دغه ځايي افغان خبریال وژله په کلکه غندلې ده.
تیر ۲۰۱۸ کال په افغانستان کښې د خبریالانو لپاره یو ډیر خونړی کال و. دغه کال په افغانستان کښې د ترهګرو بریدونو او چاودنو له امله لږترلږه شل خبریالان وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79561