IQNA

له امریکا سره د طالبانو غونډه لغوه شوه

13:27 - January 10, 2019
د خبر لمبر: 3481855
نړیواله ډله: له دې مخکې ټاکل شوي وه چې د افغانستان دحکومت پلاوي په ګډون سره دطالبانو دسولې خبرې اترې دعربستان په جدې کښې وشي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، دافغانستان طالبانو وویل په دې دلیل چې له امریکا سره ددغه ډلې دغړیو د غونډی د بحث وړ موضوع بدله شوی ده په قطر کښې یې پرون د واشنګټن له استازیو سره خپله غونډه لغوه کړه .له دې مخکې ټاکل شوی وه چې د افغانستان دحکومت پلاوی په ګډون سره دطالبانو دسولې خبرې اترې دعربستان په جدې کښې وشی خو دغه ډلې د کابل له استازیو سره  له خبرو اترو د ډډه کولو په خاطر په دغه غونډې کښې ګډون کول ونه منل او د قطر له غونډې سره یې موافقت کړی وو .
دافغانستان د سولې دخبرو اترو بهیر د تیر میلادی کال ددسمبر په څلورمه(۴) نیټه اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کښې دامریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په ورتلو سره نوی پړاوته ننوتلی وو .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79579
captcha