IQNA

د خبرو اترو له لارې د کشمير د مسئلې په هواري تاکيد

22:55 - January 16, 2019
د خبر لمبر: 3481866
نړیواله ډله: د هند تر کنټرول لاندې د کشمير پخوانۍ اعلی وزيرې د خبرو اترو له لارې د دغې سيمې د بحران په هواري تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، مېرمن محبوبه مفتي پرون د کشمير په مرکز سرينګر کښې وويل، د کشمير مسئله فوځي  حل لاره نه لري او پکار دي د دغې سيمې مسائل او مشکلات د خبرو اترو له لارې هوار شي.مېرمن محبوبه مفتي زياته کړه، د هند حکومت پکار دي د کشمير د مسئلې د هواري لپاره له پاکستان او کشميري مشرانو سره کښيني او خبرې اترې وکړي.
له دې مخکې هم د جمو او کشمير پخواني وزيراعلی فاروق عبدا... ويلي وو چې د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او نوے ډيلے او اسلام آباد پکار دي د خبرو اترو له لارې دغه بحران ختم کړي چې سيمه د ارامښت او قرارۍ مخ وويني.
http://parstoday.com/ps/news/world-i79717
captcha