IQNA

د جنګ په ځاے په سياسي حل لاره د يمن د انقلاب د عالي کمېټۍ د مشر تاکيد

23:12 - January 16, 2019
د خبر لمبر: 3481869
نړیواله ډله: د يمن د انقلاب د عالي کمېټۍ مشر په يمن کښې د جنګ د دوام په ځاے د سياسي حل لارې په رسميت پېژندلو غوښتنه کړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، محمد علي الحوثي نن په خپل يو ټوئيټ کښې د فارس خليج د څنډې د هېوادونو د پخوانيو سياستونو په اپوټه په سوريې کښې د خپلو د سفارتخانو د پرانېستې لپاره د دغو هېوادونو بيړې ته په اشارې سره وويل، د امريکې په ملګرتيا سره د سعودي لخوا په يمن کښې د هېر کړې شوي جنګ دوام غوره کار نه دے.محمد علي الحوثي زياته کړه، په يمن باندې تير کونکي هېوادونه پکار ده مصيبتناکو حالاتو ته په پام سره په يمن کښې د تاورتريخوالي رامنځته کولو او محاصرې په ځاے سياسي حال لاره په رسميت وپېژني.
هغه زياته کړه، هر کس، هره ډله، هر ګوند او هر بل ډول تشکيلات که له مدني حقوقو سره د ضمانت ورکړې شوي راتلونکي د اهميت خيال ونه ساتي نو له نابودۍ سره به مخامخ شي.
د يمن د بحران د هواري لپاره سياسي خبرې اترې تر اوسه په ځلونو د سعودي او د هغه د انډيوالانود خنډ اچونو په وجه له ماتې سره مخامخې شوې دي.
سعودی ،  او ځینو نورو عربو هیوادونو  د امریکې اسرائيلو او برطانيې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقو په خلاف حملې شروع کړي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې تراوسه له څوارلسو زرو زيات کسان مړه، په لسګونو زره ژوبل شوي او په ميلينونو هم بې کوره شوي دي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځي ، بیخ بنایي تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي او د زمکې، هوا او سمندر له لارې د دغه هېواد د سختې محاصرې په وجه د يمن خلق له د خوراک او درملو او د ضرورت د سامانونو له سخت کمښت او ناوړه خوراک سره مخامخ دي .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79720
captcha