د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دی برید کې د واده ځینی ګډون کوونکې وژل شوی او ټپیان شوی دی.
محمد ګل هاشمی، د نادعلی ولسوال د دی پیښی په اړه وایی چی وسله والو طالبانو تیره شپه د نادعلی ولسوالۍ په غربی سیمه کې د واده پر یو محفل باندی برید کړی چی په ترڅ کې یی یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.
د نادعلی چارواکې وایئ چې شپږ تنه نور د دی واده د محفل نه طالبانو د ځان سره بیولي. ویل کیږی چی د واده دا مراسم د ملی امنیت د یو کارمند په کور کې ترسره کېدل. خو ولی طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.