IQNA

د شیخ علي سلمان په عمري بند اعتراضونه دوام لري

22:11 - January 30, 2019
د خبر لمبر: 3481901
نړیواله ډله: د بحرین د الوفاق  اسلامي جمعیت د عمومي منشي شیخ علي سلمان لپاره د تل عمري  قید د حکم خپریدا  د  دغه هیواد د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د العالم  چینل نه په نقل، د العالم  چینل بحریني سرچینو په حواله  وویل د دغه هیواد خلکو د شیخ علي سلمان لپاره د عمر قید حکم له خپریدو څو شیبې وروسته  د بحرین د پلازمینې منامې په اصلي  میدانونو کې غونډې وکړې او دغه حکم یې ظالمانه وګاڼه.د بحرین ښاریزو د آل خلیفه رژیم په خلاف د شعارونو په ورکولو سره  د شیخ علي سلمان د ازادۍ لپاره د بشري حقوقو د مدافعو ډلو د  هڅې غوښتنه وکړه.
 د لبنان حزب الله هم پرون مازیګر په خپرې کړې بیانیې کې د  بحرین د الوفاق اسلامي جمعیت د مشر او د هغه د دوو ملګرو په خلاف د  بحرین د استیناف د محکمې د حکم  په غندلو سره دغه شان حکم  د بحرین د خلکو په خلاف د غلیمانه سیاستونو  د زیاتولو لپاره د سیاسي نظام د تمرکز نښه وګڼله.
captcha