IQNA

بلوچستان کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

22:26 - January 30, 2019
د خبر لمبر: 3481904
نړیواله ډله: د بلوچستان ايالت  په  لورالايي (بوري) سيمه کې د وسله وال بريد په نتيجه کې دوه پوليس سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.
د ایکنا راپور له مخې، د ازادۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا خونړۍ پېښه  د سه  شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوې، کله چې وسله والو د پوليسو د ازموينې پرمرکز بريد ترسره کړ.د سيمې پوليس وايي، چې په بريد او د امنيتي ځواکونو له  وسله والو سره  د نښتې په نتيجه کې تراوسه  دوه پوليس سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ژوبل شوي دي.
 ژوبل شوي کسان د بوري نظامي او سول روغتون ته  وړل شوي، چې د ځينو حالت  مرګونی دی. په  ژوبل شويو کې شپږ ولسي وګړي او نهه  پوليس سرتېري شامل دي.
د روانې جنورۍ مياشتې پرلومړۍ نېټه هم  په  ياده بوري سيمه کې وسله والو د استخباراتي ادارې پر دفتر بريد ترسره کړی وو. په  بريد کې څلور د ادارې مامورين  وژل شوی وو.
په  بلوچستان په تېره بيا د ايالت  په پښتنه سيمه کې د ناامنۍ نوې لړۍ پيل شوې او په  دې وروستيو کې د بريدونو پېښي زياتي شوې دي.
خو ايالتي حکومت  ادعا کوي چې وسله وال به هيڅکله هم خپلو شومو موخو ته  ونه  رسېږي.
captcha